ترکو کلاچه
Appearance
ترکو کلاچه د افغانستان د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي یوه مشهوره سیمه او کلۍ دی.
د 2010 کال د اکتوبر په 6 نېټه ډګروال ډیویډ فلین د 1-320 ګډ کاري ځواک قومندان د امر پر اساس یاد کلۍ د خونړیو بمباریو او راکټي بریدونو په پایله کي بشپړ ویجاړ سو.
د کرنل فلین په وینا ترکو کلاچه د افغانستان په سویلي سیمو کي یو له هغو دریو کلیو څخه وو چي طالبانو د بم جوړولو د فابریکو په توګه کارول. [۱] [۲]