Jump to content

جان کېنېث ګالبرېث

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان کېنېث ګالبرېث
جان کېنېث ګالبرېث
جان کېنېث ګالبرېث

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت کاناډا

د امریکا متحده ایالات (۱۹۳۷–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه وټپوهنه [۳]،  ديپلوماسي [۳]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک د کينز اقتصاد   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان کېنېث ګالبرېث د OC  (په کاناډا کې د وړتیا دویم ملي نښان) ګټونکی چې د کېن ګالبرېث په توګه هم پېژندل کېږي، یو امیکايي-کاناډایی اقتصاد پوه، ديپلومات، دولتي چارواکی او روڼ‌اند و، چې د ۱۹۰۸ ز کال د اکتوبر په ۱۵ زېږېدلی او د ۲۰۰۶ ز کال د اپرېل په ۲۹ مړ شوی. له ۱۹۵۰ ز څخه تر ۲۰۰۰مې ز لسیزې پورې د اقتصادي موضوعاتو په اړه د هغه کتابونه له تر ټولو ډېرو پلورل شویو کتابونو څخه وو. هغه د یو اقتصاد پوه په توګه د بنسټيز لیدلوري له پلوه پر پوست-کنیزیا اقتصاد (د اقتصادي فکر ښوونځی) ډډه لګوله.    [۴][۵]

ګالبرېث د هاوارډ پوهنتون د علمي هیئت له غړو څخه و او نږدې نیمه پېړۍ د هاوارډ پوهنتون د اقتصاد په څانګه کې استاد پاتې شو. هغه یو بریالی لیکوال و د څو ناولونو په ګډون یې ۱۴ کتابونه ولیکل او په بېلابېلو برخو کې یې له زرو څخه زیاتې مقالې خپرې کړې. د اقتصاد درې‌ګونې مقالې، امریکايي کپيتالیزم/ شتمن‌توب (۱۹۵۲ز کال)، هوسا ټولنه (۱۹۵۸ز کال) او نوی صنعتي دولت (۱۹۶۷ز کال) د هغه له اثارو څخه وو. د هغه ځينې کارونه د اقتصاد‌پوهانو هر یو میلټون فرېډمن، پل کروګمن، رابرت سولو او توماس سوول له نيوکو سره مخامخ شوي.  [۶]

ګالبرېث د فرانکلېن ډي. روزوېلټ، هري اېس. ترومن، جان اېف کنېډي او ولېنډون بي. جانسون په ادارو کې د دیموکرات ګوند په سیاست کې فعال و. هغه د کنېډي د واکمنۍ پر مهال په هند کې د متحده ایالاتو سفیر و. د هغه سیاسي فعالیتونو، ادبي تولیداتو او فصېح ویناوالۍ هغه ته د هغه په ژوند کې خورا شهرت ور په برخه کړ. ګالبرېث یو له هغه محدود شمېر کسانو څخه و چې هم یې د دویمې نړیوالې جګړې د خپلواکۍ مډال (۱۹۴۶ز کال) او هم یې د عمومي خدمت او علمي مرستې لپاره د ولسمشرۍ د خپلواکۍ مډال (۲۰۰۰) تر لاسه کړ. د فرانسې دولت نوموړی د لیژون دونر (د فرنسې د دولت تر ټولو لوړ ویاړلی نښان) قومندان کړ. [۷][۸]

ژوند[سمول]

لومړنی ژوند[سمول]

ګالبرېث د ۱۹۰۸ ز کال د اکتوبر په ۱۵مه په یوه سکاټلندي الاصله کاناډايي کورنۍ کې د سارا کاترین (کېنډال) او ارچېبالډ «ارچي» ګالبرېډ په کور کې د کاناډا د ایونا اونتاریو په سټېشن کې زېږېدلی او د اونتاریو په ډانوېچ ښار کې لوی شوی. هغه د الېس، کاترین او ارچېډبال وېلیم (بال) په نوم درې خویندې وروڼه لرل. د نوې ځوانۍ پر مهال یې ځان کېن ونوماوه او وروسته یې دا نه خوښول چې د جان په نوم دې ورته غږ وشي. ګالبرېث له لویېدو سره په یو ډېر لوړ کس بدل شو چې لوړوالی یې ۶ فوټه او ۹ اېنچ (۲۰۶ سانتي متر) ته رسېده. [۹][۱۰][۱۱]

پلار یې کروندګر او د ښوونځي ښوونکی و. مور یې د کور مېرمنه او ټولنیزه فعاله وه، کله چې هغه ۱۴ کلن و مور یې مړه شوه. د دوی کورنۍ کرونده/فارم د تامسون پر کرښه پرته وه. د هغه مور او پلار دواړه په ۱۹۲۰ ز لسیزه کې د اونتاریو د بزګرانو د اتحادیې ملاتړي وو. [۱۲]

د هغه لومړني کلونه د ایونا سټېشن د ویلي په ۹۴۶۸ سړک کې په یو، یواتاقه ښوونځي کې تېر شول چې اوس مهال هم شته او وروسته د ډاتون او سېنټ توماس عالي ښونځي ته لاړ. ګالبرېث په ۱۹۳۱ ز کال کې د اونتاریو د کرنې له کالج څخه چې هغه مهال یې د ټورنټو له پوهنتون سره تړاو درلود د کرنې په برخه کې خپل لیسانس سند ترلاسه کړ. هغه د مالدارۍ په څانګه کې زده‌کړې وکړې. هغه د کرنیز اقتصاد په برخه کې جیانیني سکالرشېپ/بورس (په میاشت کې ۶۰ ډالره ورکول کېدل) تر لاسه کړ. چې هغه ته یې برکلي او کلفورېنیا ته د سفر اجازه ورکړه چېرته چې هغه د کرنیز اقتصاد په برخه کې خپله د ماسترۍ درجه او د فلسفې په برخه کې یې خپله د دوکتورا درجه د برکلي له کلفورېنیا پوهنتون څخه تر لاسه کړه. ګالبرېث اقتصاد له پروفیسور جورج مارتین پيترسون څخه زده کړ او دواړو په ګډه د «حاشیه‌يي ځمکې د مفهوم» په نوم یوه اقتصادي مقاله ولیکله چې په ۱۹۳۲ ز کال کې د امریکا د کرنیز اقتصاد په مجله کې خپره شوه.  [۱۳][۱۴][۱۵]

تر فراغت وروسته یې په ۱۹۳۴ زکال کې په هاروارډ پوهنتون کې د استاد په توګه کار پيل کړ. ګالبرېث له ۱۹۳۴ ز کال څخه تر ۱۹۳۹ ز کلونو په دوره کې په پرلپسې ډول په هاروارډ کې تدریس وکړ او له ۱۹۳۹ ز کال څخه تر ۱۹۴۰ ز کال پورې يې د پرېنسټون په پوهنتون کې تدریس وکړ. په ۱۹۳۷ ز کال کې يې د متحده ایالاتو ښاروندي/تابیعت ترلاسه کړ او نور د بریتانیا تبعه نه و. په ورته کال کې هغه د انګلستان له کمبرېج کالج څخه د یو کلنو زده‌کړو د مالي لګښت مرسته ترلاسه کړه، چېرته چې نوموړی د مېنارډ کېنز تر اغېز لاندې راغی. وروسته هغه په ۱۹۳۸ ز کال کې د څو میاشتو لپاره اروپا ته سفر وکړ او په یو نړیوال اقتصادي کنفرانس کې يې ګډون وکړ چې خپلو نظریو ته یې پراختیا ورکړه. هغه د ۱۹۳۴ ز کال په اوړي کې د څو میاشتو لپاره د متحده ایالاتو د کرنې په وزارت کې خدمت وکړ. هغه ته د هاروارد پوهنتون د استاد په توګه په ۱۹۳۸ز کال کې د ملي سرچینو هیئت د برنامې جوړولو لپاره د يوې څېړنيزې پروژې مسؤلیت ورکړل شو. هغه له ۱۹۴۳ ز کال څخه تر ۱۹۴۸ ز کال پورې د فورچېن مجلې د اېډېټور/خپروونکي په توګه کار وکړ. په ۱۹۴۹ کال کې د هاروارډ پوهنتون د استاد په توګه منصوب شو. هغه د هاروارډ په پراختیايي ښوونځي کې هم تدریس کړی.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

دویمه نړیواله جګړه[سمول]

متحده ایالات په داسې حال کې دویمې نړیوالې جګړې ته دننه شول چې لا په بشپړ ډول د لوی اقتصادي رکود څخه نه وو رغېدلي. ځکه چې د جګړې مهال تولیداتو د بودیجې لوی کسر او یو سازګار پولي سیاست ته اړتیا لرله تورم او د مزدورۍ ورځنی مارپېچ لګښت د منلو وړ ښکارېدل. ګالبرېث د جګړې د هڅو د شنډولو او له تورم څخه د مخنیوي د ټيم د برخې/غړي په توګه د نرخونو د ادرې (OPA) د مرستیال په توګه له ۱۹۱۴ ز کال څخه تر ۱۹۴۳ ز کال پورې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې خدمت وکړ. یادې ادارې د نرخونو او اجارو د ثبات لړۍ د لارښوونې مسؤلیت پر غاړه درلود. [۲۲][۲۳]

د ۱۹۴۱ ز کال د مې میاشتې په ۱۱ ولسمشر روزوېلټ د غیر نظامي عرضو او د نرخونو د مدیریت اداره رامنځته (OPACS) کړه. یاده اداره د ۱۹۴۱ ز کال د اګوست په ۲۸ د نرخ په اداره (OPA) بدله شوه. د ۱۹۴۱ ز کال په ډېسمبر کې جګړې ته د متحده ایالاتو تر ننه کېدو ورسته OPA د نرخونو کنترول او د جیره‌بندۍ مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د بېړني نرخ د کنترول قانون د ۱۹۴۲ ز کال د جنوري په ۳۰ تصویب شو، چې OPA ته یې د یو جلا فېدرال اژانس په توګه مشروعیت ورکړ. دې چارې OPA له دوه نورو اژانسونو/اجنسیو سره یو ځای کړه: له مصرف کوونکو څخه د ملاتړ برخه او د ملي دفاع شورا د مشورتي کمسیون د نرخ د ثبات برخه. دا شورا د ملي دفاع د مشورتي کمیسیون د شورا (NDAC) په نوم یادېده، چې د ۱۹۴۰ ز کال د مې میاشتې په ۲۹ جوړه شوې وه. NDAC د نرخونو په ټيټ ساتلو کې پر رضاکارانه او مشورتي ميتودونو ټينګار کاوه. د نرخ د ثبات لپاره د NDAC کمېشنر لیون هېندرسون د ۱۹۴۱ او ۱۹۴۲ ز کلونو تر منځ د OPACS او OPA رئیس شو. هغه د نرخ پر جبري او سختو مقرراتو د څار مسؤلیت پر غاړه درلود چې د ۱۹۴۲ ز کال په مې میاشت کې د اعظمي نرخونو د عمومي مقرراتو (GMPR) تر معرفي کولو وروسته د OPA له خوا پیل شو. دا د سوداګریزې ټولنې له سختې نیوکې سره مخ شوه. OPA يې په ځواب کې د نوي دستورالعمل په استازیتوب خلک چمتو کړل او ویې ویل چې دا د هغو کسانو واک راټيټوي چې د لوړو نرخونو یا کرایو په لټه کې دي. OPA خپله د پلي کولو څانګه لرله چې د سرغړاوي مخ پر زیاتېدونکې څپې يې مستندې کړې: یو پر څلورم ميلیون برخه په ۱۹۴۳ کال کې او تر ۳۰۰۰۰۰ زیات د بل کال په بهیر کې. [۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118537199  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www.nytimes.com/2006/04/30/obituaries/30galbraith.html
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990002532 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  4. Keller, Robert R. (1983). "Keynesian and Institutional Economics: Compatibility and Complementarity?". Journal of Economic Issues. 17 (4): 1087–95. doi:10.1080/00213624.1983.11504189. JSTOR 4225383. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Davidson, Paul (2005). "Galbraith and the Post Keynesians". Journal of Post Keynesian Economics. 28 (1): 103–13. JSTOR 4225383. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Marglin, Stephen A.; Parker, Richard; Sen, Amartya; Friedman, Benjamin M. (February 7, 2008). "John Kenneth Galbraith". Harvard Gazette. لاسرسي‌نېټه July 2, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. (په May 4, 2006 باندې). John Kenneth Galbraith.
  8. "John Kenneth Galbraith, Longtime Economics Professor, Dies at 97". Harvard Crimson. April 2006. لاسرسي‌نېټه July 3, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Galbraith, John Kenneth. The Scotch. Toronto: Macmillan, 1964.
  10. Dunn, Stephen P.; Pressman, Steven (2005). "The Economic Contributions of John Kenneth Galbraith" (PDF). Review of Political Economy. 17 (2): 161–209. doi:10.1080/09538250500067254. S2CID 153867413. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 29, 2013 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "John Kenneth Galbraith". August 16, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Dunn, Stephen P.; Pressman, Steven (2005). "The Economic Contributions of John Kenneth Galbraith" (PDF). Review of Political Economy. 17 (2): 161–209. doi:10.1080/09538250500067254. S2CID 153867413. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 29, 2013 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Dunn, Stephen P.; Pressman, Steven (2005). "The Economic Contributions of John Kenneth Galbraith" (PDF). Review of Political Economy. 17 (2): 161–209. doi:10.1080/09538250500067254. S2CID 153867413. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 29, 2013 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. http://www.duttondunwich.on.ca/sites/default/files/Dutton%20Heritage%20Register%20November%202018%20WEBSITE%20VERSION.pdf Archived 2022-01-21 at the Wayback Machine. کينډۍ:Bare URL PDF
  15. Peterson, G. M.; Galbraith, J. K. (1932). "Am. J. Agric. Econ. (1932) 14 (2): 295-310 (link last visited 23 March 2017)" (PDF). Journal of Farm Economics. 14 (2): 295. doi:10.2307/1230112. JSTOR 1230112. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Galbraith (1981) ch. 6.
  17. Galbraith, Name-Dropping: From F.D.R. On (1999) pp 14–15.
  18. Galbraith, A Life in Our Times, pp. 90, 93.
  19. He wrote National Resources Planning Board, The economic effects of the federal public works expenditures, 1933-1938 (1940) online
  20. Shinagel, Michael (2010), The Gates Unbarred: A History of University Extension at Harvard, 1910–2009, Harvard University Press, مخونه 52, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0674051355 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "John Kenneth Galbraith, Longtime Economics Professor, Dies at 97". Harvard Crimson. April 2006. لاسرسي‌نېټه July 3, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Miller, J. P. (1943). "The Tactics of Retail Price Control". The Quarterly Journal of Economics. 57 (4): 497–521. doi:10.2307/1884653. JSTOR 1884653. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Digests of Interpretation of the General Maximum Price Regulation. Washington, DC: Office of Price Administration, 1942.
  24. Mansfield, Harvey C. et al. (1948) A Short History of OPA, Office of Temporary Controls, Office of Price Administration.
  25. Carson, Thomas, and Mary Bonk. Gale Encyclopedia of U.S. Economic History. Detroit: Gale Group, 1999. [۱]