Jump to content

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان OECD

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان یا OECD (په فرانسوي ژبه: Organization de Cooperation et de Developpement Économiques, OCDE) ۳۸ هېوادونه غړي لري او یو بین الحکومتي سازمان ده، چې په ۱۹۶۱ ز کال کې د اقتصادي پرمختګ او نړیوالې سوداګرۍ د لا ودې په موخه تأسیس شو. دا سازمان داسې یوه ټولګه او مجموعه ده چې ټول غړي یې هغه هېوادونه دي، چې ځانونه دموکراسۍ او د بازار اقتصاد ته ژمن بولي او په ګډه د سیاسي پالیسیو اړوند تجربو د پرتله کولو، د ګډو ستونزو لپاره ځواب لټولو، د ګټور طریقو او ښه کړنلارو پېژندلو او دغه راز د دې سازمان د غړو هېوادونو د کورنیو او بهرنیو سیاستونو د همغږي کولو لپاره ښه زمینه او پلېټ فارم برابروي. د OECD زیاتره غړي هغه هېوادونه دي، چې لوړ عاید لرونکی اقتصاد او دغه راز د بشري پراختیا اړوند شاخصونو یا HDI لوړه درجه لري او د پرمختللو هېوادونو په توګه بلل کېږي. د OECD سازمان غړي هېوادونه له ۲۰۱۷ ز کاله تر دې دمه د خریدارۍ ځواک په وړاندې په ټولیز ډول ۶۲.۲ سلنه د نړۍ ناخالصه تولیدات نومول شوې برخه (۴۹.۶ تریلیونه امریکایي ډالر) او ۴۲،۸ سلنه د نړۍ ناخالصه داخلي تولید (۵۴،۲ تریلیونه نړیوال ډالر) ځواک جوړوي، دغه راز د OECD سازمان د ملګرو ملتونو اړوند سازمان رسمي څارونکی هم دی. [۱][۲][۳][۴]

د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان یا OEEC په ۱۹۴۸ ز کال کې د فرانسوي روبرت مارجولین په مشرۍ د مارشال اړوند طرحې (چې د شوروي اتحاد او د هغه شاوخوا هېوادونو په وسیله رد شوه) د عملي کولو په برخه کې د مرستې لپاره رامنځته شو. دا موخه به د امریکې د متحده ایالتونو د مالي مرستو په ځانګړي کولو او دغه راز له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د اروپا د بیارغونې په برخه کې د اقتصادي پروګرامونو په پلي کولو سره ترلاسه شي. د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان OEEC په ۱۹۶۱ ز کال کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا په سازمان OECD بدل شو او د غړیتوب امتیاز یې غیر اروپایي هېوادونو ته هم وغځول شو.[۵][۶][۷][۸][۹]

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا په سازمان OECD مرکزي دفتر د فرانسې هېواد پاریس ښار په Chateau de la Muette برخه کې ده. د دې سازمان بودجه په بېلابېلو نرخونو او سهمونو سره د غړو هېوادونو په مرسته تمویل کېږي او ټوله بودیجه یې په ۲۰۱۹ ز کال کې ۳۸۶ میلیونه یورو وه. [۱۰]

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان یا OECD د خپلو کلنیو ارزونو، بېلابېلو انتشاراتو او د غړو هېوادونو د درجه بندۍ په اساس یې تر ډېره د اقتصادي معلوماتو یا ارقامو د خپراوي یوې اغېزمنې سرچینې په توګه پېژندل کېږي. [۱۱]

مخینه / تاریخ[سمول]

د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان[سمول]

د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان (OEEC) له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د اروپا د بیارغونې لپاره په ۱۹۴۸ ز کال کې د مارشال اړوند طرحې په اډانه کې د امریکا او کانادا د مرستو مدیریت لپاره جوړ شو. دغه راز له جګړې وروسته د بیارغونې په برخه کې د چین او کوریا له جنګ ځپلو جمهوریتونو سره هم دېته ورته مرستې وشوې، خو د مارشال په نامه نه وې. دې سازمان د ۱۹۴۸ ز کال د اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه خپل فعالیت پیل کړ او په ۱۹۴۷ ز کال کې د مارشال په نامه طرحې د چمتو کولو لپاره د اروپا د اقتصادي همکارۍ اړوند کمیټې په وسیله د ترسره شویو کارونو څخه پیل شو. له ۱۹۴۹ ز کال راهیسې د دې سازمان مرکزي دفتر د فرانسې هېواد پاریس ښار په Chateau de la Muette سیمه کې موقعیت لري. د مارشال طرحې له بشپړېدو وروسته د اروپا د اقتصادي همکارۍ اړوند سازمان OEEC په اقتصادي مسائلو متمرکزه شو.[۱۲]

د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان په ۱۹۵۰ ز لسیزه کې د یوې آزادۍ سوداګریزې اروپایي ساحې رامنځته کولو اړوندو شرایطو د ټاکلو په موخه د خبرو اترو یو بهیر او چوکاټ چمتو کړ، ترڅو د اروپا اقتصادي ټولنه چې له شپږو هېوادونو جوړه شوې او د OEEC نور غړي یې په څو اړخیزه توګه سره راټول کړي. په ۱۹۵۸ ز کال کې د اروپا د اټومي انرژۍ اژانس د OEEC تر چتر او نظر لاندې تأسیس او رامنځته شو. [۱۳]

د اروپا د بیارغونې کارونه د ۱۹۵۰ ز لسیزې په پای کې په ښه او اغېزمنه توګه ترسره شول، یو شمېر مخکښو هېوادونو داسې وپتیله چې د OEEC سازمان خپلې موخې ته رسیدلی دی؛ خو کېدای شي د یو نړیوال ماموریت ترسره کولو لپاره تظیم او برابر شي. دا یو ستونزمن کار و او بالاخره د پاریسک په مجستیک هوټل کې تر څو بېلابېلو ناستو وروسته، چې د ۱۹۶۰ ز کال په جنوري کې پیل شوې وې د داسې یو بنسټ رامنځته کولو ه سر پرېکړه وکړه، چې نه یوازې د اروپا او اطلس سمندر اقتصادي مسایل به ارزوي، بلکې یو شمېر سیاستونه به هم ترتیب او تنظیموي. د دې سازمان له مخ پر ودې یا کمه اندازه پرمختللو هېوادونو سره مرسته بیا پشل شوه د امریکې متحده ایالات او کانادا یې چې مخکې د OEEC ناظرین و، هغوی به یې د بشپړو غړو په توګه په مدیره پلاوي کې شاملول. همدارنګه له راوستلو سره سم یې د جاپان راوستلو ته هم کار وکړ.  [۱۴]

تأسیس او رامنځته کېدل[سمول]

د اروپا د اقتصادي ټولنې رامنځته کولو لپاره د روم د ۱۹۵۷ ز کال له معاهدو وروسته د OEEC د اصلاح او سمون لپاره د اقتصادي همکاري او پراختیا اړوند سازمان کنوانسیون تنظیم شو. دا کنوانسیون د ۱۹۶۰ ز کال په دسمبر میاشت کې لاسلیک شو او د ۱۹۶۱ ز کال په سپتمبر میاشت کې OECD په رسمي توګه دOEEC ځایناستی شو. دا کنوانسیون د OEEC د بنسټ ایښودونکو اروپایي هېوادونو، امریکا او کانادا هېوادونو څخه جوړ شوی و. هالند، لوګزامبورک او ایتالیا درې هېوادونو د OECD کنوانسیون ټول OEEC غړي د ۱۹۶۱ ز کال له سپتمبر څخه وروسته تصویب کړل؛ خو بیا هم بنسټ ایښودونکي غړي بلل کېږي. د دې سازمان رسمي بنسټ ایښودونکي په لاندې ډول دي:

  • اتریش
  • بلجیم
  • کانادا
  • دنمارک
  • فرانسه
  • آلمان
  • یونان
  • آیسلند
  • آیرلند
  • ایټالیا
  • لوګزامبورک
  • نیدرلند
  • ناروې
  • پرتګال
  • هسپانیا
  • سویډن
  • سویتزرلند
  • ترکیه
  • انګلستان
  • متحده ایالات

د راتلونکو ۱۲ کلونو په لړ کې جاپان، فنلند، اسټرالیا او نیوزیلینډ هېوادونه هم له دې سازمان سره یوځای شول. یوګوسلاویا هېواد د OECD له رامنځته کېدو څخه تر منحل کېدو پورې یې د یو نظارت کوونکي هېواد په توګه دې سازمان کې بلل کېده.[۱۵]

د OECD سازمان یو شمېر نورې اداې یا آژانسونه لکه د OECD پراختیایي مرکز (۱۹۶۱)، د انرژۍ نړیواله اداره (IEA، ۱۹۷۴) او د پیسو مینځلو په هکله د مالي اقداماتو ځانګړې ډلې اړوند ادارې رامنځته کړې.

د ملګرو ملتونو اړوند سازمان د بېلابېلو سازمانونو او ادارو په خلاف، OECD د "organisation" لیکلې بڼه له یو «s» توري سره کاروي حال دا چې په نورو برخو کې «z» توری «organization» کارول کېږي (ise / ize وګورئ).

مرکزي اروپا ته پراختیا ‎[سمول]

د ۱۹۸۹ ز کال له انقلابونو وروسته په ۱۹۸۹ ز کال کې OECD د مرکزي اروپا له هیوادونو (په ځانګړې توګه د Visegrád ډلې اړوند هېوادونو سره) سره د مرستې  لړۍ د بازار د اقتصاد اړوندو اصلاحاتو او سمون لپاره پیل کړه. په ۱۹۹۰ ز کال کې له بدلیدونکو اروپایي اقتصادونو سره د همکارۍ مرکز (چې اوسمهال له غیر غړو هېوادونو سره د همکارۍ مرکز یې ځایناستی شوی دی) پرانیستل شو. دغه راز په ۱۹۹۱ ز کال کې د «بدلېدونکو شریکانو» پروګرام د چکسلواکیا، مجارستان او لهستان په ګټه پیل شو، همدارنګه دا پروګرام د دې هېوادونو لپاره د غړیتوب برخه هم درلوده. په پایله کې لهستان، مجارستان، د چک او سلواکیا جمهوریت او دغه راز مکزیک او جنوبي کوریا د ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۰ ز کلونو په لړ کې د OECD غړي شول.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

اصلاحات او لا ډېره پراختیا[سمول]

یو شمېر اروپایي هېوادونه چې اوسمهال د اروپايي ټولنې غړي دي، په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې له دې سازمان سره د یوځای کېدو په برخه کې خپله لېوالتیا وښوده. په ۱۹۹۵ ز کال کې قبرس هېواد دې سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه؛ خو د قبرس د دولت په وینا د ترکیې هېواد په وسیله ویټو شو. دغه راز په ۱۹۹۶ ز کال کې د استونیا، لاتویا او لیتوانیا هېوادونو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه، چې د دې اعلامیې په ترڅ کې یې په OECD کې غړیتوب ته لیوالتیا وښوده. همدارنګه سلووینیا هم په همدې کال کې دې سازمان کې غړیتوب غوښتنه وکړه. په ۲۰۰۵ ز کال کې د مالټا هېواد دې سازمان سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه. اروپایي ټولنه په دې سازمان کې د ټولو اروپایي هېوادونو د غړي کېدو لپاره لابي ګري کوي. په ۲۰۱۲ ز کال کې د رومانیا هېواد لومړي وزیر ویکتور پونتا د یوه لیک له لارې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان OECD د هغه وخت عمومي مشر خوزه آنجل ګوریا څخه په ټینګار سره دې سازمان کې د غړیتوب په برخه کې په خپله لیوالتیا ټینګار وکړ. د ۲۰۱۲ ز کال په سپتمبر میاشت کې د بلغارستان دولت دا تایید کړه چې په دې سازمان کې د غړیتوب لپاره به د OECD په اداره کې خپله غوښتنه ثبت کړي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان یا OECD یوه کاري ډله جوړه کړه، چې سفیر سیچیرو نوربرو یې مشري کوله او موخه یې دا وه، ترڅو د پراختیا په برخه له هغو هېوادونو سره یوه طرحه جوړه کړي، چې د دې سازمان غړي نه و. دې کاري ډلې څلور معیارونه تعریف او بیان کړل، چې باید مراعت شي؛ «همغږي او همفکري، د پام وړ لوبغاړی، متقابله ګټې او نړېوال ملاحظات.» [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. "List of OECD Member countries – Ratification of the Convention on the OECD". OECD. لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "World Economic Outlook Database". International Monetary Fund. 17 April 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Report for Selected Country Groups and Subjects (PPP valuation of country GDP)". IMF. لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Intergovernmental Organizations". un.org. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Organisation for European Economic Co-operation". OECD. لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Soviet Union rejects Marshall Plan assistance This Day in History — 7/2/1947". History.com. لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "The Economic Cooperation Authority". Marshallfoundation.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ فبروري ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "What is the OECD? Definition and Meaning". marketbusinessnews.com. لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Organisation for European Economic Co-operation". OECD. لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Getting to the OECD". OECD. لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Christopher, Warren (1998). In the stream of history: shaping foreign policy for a new era. Stanford University Press. مخونه 165. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-3468-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Organisation for European Economic Co-operation". OECD. لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. . A majestic start: How the OECD was won, in OECD Yearbook 2011. OECD Observer.
  15. "History of relations between Slovenia and the OECD". Ministry of Foreign Affairs of Slovenia. لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  16. "History of relations between Slovenia and the OECD". Ministry of Foreign Affairs of Slovenia. لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  17. "The Czech Republic in the OECD". Permanent Delegation of the Czech Republic to the OECD. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "South Korea joins OECD". Chicago Tribune. 25 October 1996. لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "A vision for Poland: Joining the world's most advanced". OECD. 23 November 2006. لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "Slovenia and the OECD". OECD. لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "International Organisations – Turkey's attempts to exclude Cyprus' membership". Cyprus Ministry of Foreign Affairs. September 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. (په 24 September 2005 باندې). Malta applies to join OECD as full member. Maltamedia
  23. "Ministry of Foreign Affairs of Latvia: Co-operation between the OECD and Latvia". Ministry of Foreign Affairs of Latvia. 19 December 2006. لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. (په 25 September 2012 باندې). Bulgarian Govt to Confirm OECD Membership Bid. Novinite.
  25. "Romania's candidacy for OECD membership" (Press release). Romanian Ministry of Foreign Affairs. لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. . EU gives ground in OECD membership battle. European Voice
  27. "Statement by the OECD regarding the status of the accession process with Russia & co-operation with Ukraine" (Press release). OECD. 13 March 2014. لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "OECD halts membership talks with Russia". Ledger-Enquirer. 13 March 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۴ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Chile's accession to the OECD". OECD. 7 May 2010. لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "OECD Council Resolution on Enlargement and Enhanced Engagement". OECD. 16 May 2007. لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)