د غزني هوايي ډګر
Appearance
د غزني هوايي ډګر | |||
---|---|---|---|
آیاِیټياِی: GZI ، ايكاو: OAGN | |||
لنډیز | |||
هیواد | افغانستان | ||
سيمه | غزني | ||
لوړوالی | 2172 متر | ||
کورډېناټونه | ۳۳°۳۱′۵۱″شمال ۶۸°۲۴′۴۴″ختیځ / 33.5308°شمال 68.4123°ختيځ | ||
نقشه | |||
| |||
| |||
سمول |
د غزني هوايي ډګر ( دری : میدان هوایی غزنی ) د افغانستان په غزني ولایت کي د غزني – کندهار لویې لارې ته څېرمه هوایي ډګر دی. دا ډګر د غزنی او نورو نږدې ولایتونو خلکو ته چوپړتیاوي ترسره کوي. د غزني هوايي ډګر په عمومي توګه د ملکي الوتنو لپاره کارول کیږي. [۱]
تاریخ[سمول]
د غزني هوایي ډګر پخوا یو پوځي هوايي ډګر وو، څو چي افغان حکومت په وروستیو کي پریکړه وکړه چې په نړیوال هوایي ډګر یې بدل کړي. دا ډګر اوس مهال د ۱٬۰۰۰ فوټه (۳۰۵ م) په اندازه یوه ځغاستلیکه لري.
حکومت په پام کي لري چې په نږدې راتلونکي کي ورته دوې ځغاستلیکي زیاتي کړي.
- ↑ (په 28 December 2013 باندې). $7m Ghazni civil airport inaugurated. Pajhwok Afghan News