د ځمکې گړۍ
![](http://chped.net/https/upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/thumb/9/98/%D8%AF_%DA%81%D9%85%DA%A9%DA%AF%DA%93%DB%8D_%D9%86%DA%9A%D8%A7%D9%86.jpg/220px-%D8%AF_%DA%81%D9%85%DA%A9%DA%AF%DA%93%DB%8D_%D9%86%DA%9A%D8%A7%D9%86.jpg)
د ځمکې گړۍ (انگریزي Earth hour) له نړيوال اقليمي بدلون سره د مبازرې په موخه د نړيوال طبيعت صندوق يوه غوښتنه ده چې له شخصيتونو، د هستوگنې سيمو، تصديو او حکومتونو څخه د هر کال د مارچ مياشتې په وروستۍ شنبه د ماښام له اته نيمو بجو څخه تر نهه نيمو بجو پورې د يو ساعت لپاره څراغونه بند او نور بريښنايي لوازم گل کړي، تر څو د ټيټ کاربن ايستنې او له اقليمي بدلون سره د مبارزې په اړه کلکه اراده څرگنده کړي. د دغه فعاليت اغيزه کومه ده؟ دغه فعاليت د لومړي ځل لپاره د اسټراليا په سيدني کې د مارچ په يو دېرشمه نېټه ماښام په اته نيمو بجو پيل شو چې له دوه مليونه او دوه لکه نه زيات کورونو او تصديو پکې برخه درلوده. د شمېرنې له مخې، په دغه يو ساعت کې سپمول شوې بريښنا د دوو لکو ټلويزيونونو د يو ساعت کارول پوره کولای شي. د نړيوال طبيعت صندوق موخه دا ده چې وگړيو د دې فعاليت په وسيله پوه شي چې خپل کوچني کړه وړه به زموږ پر چاپريال باندې ژوره اغيزه وکړي. نو موږ بايدد خپل ژوند په کوچنيو برخو کې د ټيټ کاربن ايستنې او چاپيريال ساتنې ته پاملرنه وکړو.