Jump to content

د ګوهر شاد بېګم مقبره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ګوهر شاد مقبره چي د بایسنګور مقبرې په نوم هم یادیږي، یو مزار دي چي د افغانستان په هرات کي موقعیت لري. د 15 پیړۍ په افغانستان کي جوړ سوی، دا جوړښت د تیموریانو د کورنۍ د غړو لپاره د شاهي قبر په توګه کار کاوه او د مصلا کمپلیکس برخه وه.

تاریخ[سمول]

په انځور کي د مصلا کمپلیکس د پاتي شونو سره د مقبرې لید (په 2001 کي)

مقبره په اصل کي د تیموریانو د واکمن شاه رخ د مشري میرمن ګوهر شاد لخوا جوړه سوې وه. [۱] ددې مقبرې موقعیت په موسلا کمپلیکس کي د باغ زغان شاهي استوګنځي ته د نږدې موقعیت له امله مناسب ګڼل کېدی. په دې توګه په راتلونکو کلونو کي د بایسنګور د کورنۍ نور غړي هم د هغه تر څنګ ښخ سوي دي. په مقبره کي خپله ګوهر شاد او د هغې ورور امیر صوفي ترخان، د هغې زوی محمد جوکي ، د بایسنګغور زامن سلطان محمد او علاء الدوله او همدارنګه وروستنی زوی ابراهیم شامل دي. له مقبره څخه لږ هاخوا د تیموریانو، احمد او شاه رخ (د ابو سعید میرزا زامن) ښخ سوي دي. [۲]

په شلمه پیړۍ کي یاده مقبره په پراخه کچه زیانمنه سوې وه. په 1950 لسیزه کي د ودانۍ بڼه د پام وړ بدله سوه، او په بشپړه توګه نوې ختیځه برخه پکښي جوړه سول، همدارنګه د مسدس محراب ړنګ او د مستطیل سره بدل سو. د مقبرې دغه رغوني ټیټ کیفیت درلود او نامناسب مواد پکښي کارول سوي وه. په 2014 کي یونیسکو او د افغانستان حکومت په ګډي همږغۍ سره د بهرنۍ گنبدي د کاشیانو کار د ساتنې هڅي ترسره کړې. یونیسکو اوس مهال د نړیوال میراث ځای په توګه د هرات نوم (چیري چي مقبره شتون لري) په پام کي نیسي.

معماري او بڼه[سمول]

ګوهر شاد مقبره په کلاسیکه بڼه جوړه ده چي د لرغوني افغانستان او تیموریانو تاریخ پکښي ورایه څرګندیږي.

  1. . 1989. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  2. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named KnoblochP137