رالف والډو ایمرسن
رالف والډو ایمرسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه ، پانګولي ، ځانګړواله ، تصوف (عام) |
مؤثر | امانوئل سویډنبرګ ، گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ، اپلاتون ، حافظ شېرازي |
تحریک | لوېديځه فلسفه |
لاسليک | |
سمول |
رالف والډو ایمرسن (۱۸۰۳ مې ۲۵مه – ۱۸۸۲ اپرېل ۲۷مه) (انګلیسي: Ralph Waldo Emerson)، چې پر خپل منځني نوم "والډو" مشهور دی، یو امریکایی لیکوال، د پوهنتون استاد، فیلسوف، د غلامۍ د سیستم لغوه کولو پلوی (abolitionist) او شاعر و، چې د ۱۹مې پېړۍ په منځ کې یې د ټرانسېنډېنټلېزم (transcendentalist) فلسفي غورځنګ رهبري کوله. هغه ته د انفرادیت یا فردپالنې (individualism) نظریې د اتل او د ټولنیزو فشارونو د یوه دوراندېش منتقد په سترګه کتل کېدل. د هغه افکار په متحده ایالاتو کې د لسګونو مقالو او تر ۱۵۰۰ زیاتو لیکچرونو له لارې خپاره شول.[۷]
ایمرسن په تدریجي توګه د خپلو همدوره له مذهبي او ټولنیزو باورونو څخه لرې شو او په ۱۸۳۶م کال کې یې د "طبیعت" تر عنوان لاندې خپله مقاله کې د لوړتیاپالنې (transcendentalism) فلسفه جوړه او بیان کړه. وروسته یې بیا په ۱۸۳۷م کال کې د "امریکایي عالم" تر عنوان لاندې یوه وینا وکړه، چې اولیور وینډیل هولمز امریکایي عالم دا د امریکا "د فکري خپلواکۍ اعلامیه" وګڼله.[۸]
ایمرسن خپلې ډېری مهمې مقالې لومړی د لیکچرونو په توګه ولیکلې او بیا یې د چاپ لپاره تصحیح او چمتو کړې. د هغه د مقالو په لومړنیو دوو ټولګو، "مقالې: لومړۍ لړۍ" (۱۸۴۱) او "مقالې: دویمه لړۍ" (۱۸۴۴)، کې د هغه اصلي افکار بیان شوي دي. په دغو مقالو کې د "پر ځان باور"، "د روح لوړتابه"، "حلقې"، "شاعر"، او "تجربه" په څېر د هغه مشهورې مقالې شاملې دي. د "طبیعت" تر نوم لاندې مقالې او همدغو مقالو په ټوله کې د ۱۸۳۰مې لسیزې له نیمایي څخه د ۱۸۴۰مې لسیزې تر نیمایي پورې یوه لسیزه د ایمرسن په ترټولو ګټوره او ښېرازه دوره بدله کړه. ایمرسن د ګڼو موضوعاتو په اړه لیکل کړي، خو هېڅکله یې د ثابتو فلسفي اصولو ملاتړ نه دی کړی، بلکې ځانګړې نظریې یې مطرح کړې، د بېلګې په توګه ځانګړواله یا انفرادیت (individuality)، آزادي، د هر څه د درک کولو لپاره د انسان وړتیا او توانایي، او د روح او شاوخوا نړۍ ترمنځ اړیکه یې د یادولو وړ دي. د ایمرسن "طبیعت" د طبیعيوالي په پرتله تر ډېره فلسفي وه: "له فلسفي نظره نړۍ له طبیعت او روح څخه جوړه ده." ایمرسن یو له هغو څو شخصیتونو څخه دی چې "له نړۍ څخه د خدای (ج) د جلا ګڼلو د نظریو په ردولو سره یې تر ډېره وحدت الوجودي (pantheist) او پانډیسټ (pandeist) چلند غوره کړ."[۹][۱۰][۱۱]
نوموړی د امریکا د رومانتيک غورځنګ یو له محوري څېرو بلل کېږي، او د هغه اثارو د هغه پر پیروانو مفکرینو، لیکوالانو او شاعرانو خورا زیات نفوذ او اغېز کړی. هغه لیکي: "زما په خپلو ټولو لیکچرونو کې ما د یوې عقیدې لارښوونه کړې، او هغه د ځانګړي سړي ابدیت دی." ایمرسن د هنري ډېوېډ تورو د یوه ښوونکي او ملګري په توګه، چې هغه هم یو ټرانسېنډېنټلیست و، هم پېژندل شوی.[۱۲][۱۳][۱۴]
د ژوند لومړني وختونه، کورنۍ او زدهکړې[سمول]
ایمرسن د ماساچویسټ ایالت په بوسټن ښار کې د ۱۸۰۳م کال د مې پر ۲۵مه زیږېدلی. مور یې روت هسکنز (Ruth Haskins) نومېده او پلار یې ویلیم ایمرسن (Rev. William Emerson) و، چې یو یونیټرینسټ یا توحیدي مسیحي کشیش (Unitarian minister) و. د هغه لومړنی نوم (رالف) د نوموړي د ماما له نوم "رالف" څخه او منځنی نوم (والډو) یې د پلار د نیا له نامه "ربیکا والډو" څخه اخیستل شوی و. رالف والډو د دغې کورنۍ د هغو پنځو ماشومانو دویم هغه و، چې تر لویوالي پورې ژوندي پاتې شوي. د نورو نومونه یې ویلیام، اډوارډ، رابرټ بلکلي، او چارلس وو. درې نور ماشومان –فیبي، جان کلارک، او ماري کارولي – یې په ماشومتوب کې مړه شوي وو. ایمرسن په بشپړ ډول په خټه انګرېز و او د هغه کورنۍ د استعماري دورې له پیله د امریکا د نیوانګلنډ ایالتونو په سیمه کې وه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د ایمرسن پلار د هغه له اتمې کلیزې دوې اوونۍ وړاندې د ۱۸۱۱م کال د مې پر ۱۲مه د معدې د سرطان له امله مړ شو او ایمرسن د خپلې مور او د کورنۍ د نورو مېرمنو په مرسته لوی شو. د هغه ترور ماري موډي ایمرسن په ځانګړې توګه پر هغه ژوره اغېزه لرله. هغې له خپلې کورنۍ سره په مقطعي توګه ژوند کاوه او په ۱۸۶۳م کال کې د هغې تر مړینې پورې یې له ایمرسن سره دوامداره اړیکه ساتله.[۱۹][۲۰][۲۱]
د ایمرسن رسمي زدهکړې د هغه د نهه کلنۍ پر مهال په ۱۸۱۲م کال کې په بوسټن لاتین ښوونځي کې پیل شوې. د ۱۸۱۷م کال په اکتوبر کې، چې نوموړی ۱۴ کلن و، هاروارډ پوهنتون ته ورغی او هلته د پوهنتون د رئیس د لومړي کال پیغام رسوونکي محصل په توګه وټاکل شو، ترڅو متخلف محصلین په نښه او راولي او هم د پوهنځي د علمي پلاوي غړو ته پیغامونه واستوي. د پوهنتون د درېیم کال په منځ کې ایمرسن د هغو کتابونو نوملړ جوړ کړ، چې لوستي یې وو او د "پراخه نړۍ" تر نوم لاندې یوه ژورنال په بڼه یې د هغو لنډیزونه لیکل او خپرول. هغه د خپلو زدهکړو د لګښتونو برابرولو لپاره بیرونۍ دندې واخیستې. په دغو دندو کې ګارسوني او د ماساچویست ایالت په والتم ښار کې له خپل تره سامویل او ترور سارا ریپلي سره د ښوونکي په توګه کار کول شامل وو. د پوهنتون پر څلورم کال ایمرسن پرېکړه وکړه چې خپل منځنی نوم والډو وټاکي. ایمرسن د ټولګي د شاعر په توګه ټاکل شوی و او له رواج سره سم یې د هاروارډ د ټولګي پر ورځ یو اصلي شعر وړاندې کړ او دا هغه وخت و چې نوموړی ۱۸ کلن و او د ۱۸۲۱م کال د اګست پر ۲۹مه د هغه د رسمي فراغت ورځې ته یوه میاشت پاتې وه. هغه مخکښ محصل هم نه و او د ۵۹ تنو لرونکي ټولګي په دقیقا وسطي مرتبه کې فارغ شو. د ۱۸۲۰مې لسیزې په لومړیو کې ایمرسن د ځوانو مېرمنو په ښوونځي کې (چې د هغه ورور ویلیم یې مدیر و) د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله. هغه بیا دوه کاله د ماساچوسټ ایالت د روکسبري په کانټربري برخه کې په یوه کوچني اطاق کې ژوند کاوه، چېرې چې هغه د طبیعت په اړه لیکل او مطالعه وکړه. دا سیمه اوس د بوسټن په فرانکلین پارک کې د هغه په ویاړ د "سکول ماسټر هیل" په نوم یادېږي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
وروستي کلونه او مړینه[سمول]
په ۱۸۶۷م کال کې د ایمرسن روغتیايي وضعیت په خرابېدو شو. هغه په خپلو ژورنالونو کې ډېر لږ لیکل کول. د ۱۸۷۱م کال د دوبي په پیل کې یا د ۱۸۷۲م کال په پسرلي کې، هغه د حافظې له ستونزې سره مخ شو او د ژبې غلطېدو (aphasia) له ستونزې کړېده. د دغې لسیزې په پای کې، هغه کله ناکله ان خپل نوم هم هېراوه او کله به چې چا ترې وپوښتل چې څنګه یې، هغه به ځواب ورکړ: "بیخي ښه یم؛ ما خپلې ذهني وړتیاوې له لاسه ورکړې دي، مګر نور په بشپړه توګه ښه یم".[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
د ۱۸۸۲ کال د اپریل پر ۲۱مه ایمرسن په سینه بغل ناروغۍ اخته شو او شپږ ورځې وروسته مړ شو. ایمرسن د ماساچوسټ ایالت د کنکورډ ښارګوټي په سلیپي هولو هدیره کې ښخ شوی دی. نوموړی په تابوت کې په هغو سپینو جامو یا چپنه کې پوښل شوی کېښودل شو، چې د امریکایي مجسمه جوړوونکي ډانیل چیسټر فرېنچ له لوري ورکړل شوې وه.[۳۴]
میراث[سمول]
هارولډ بلوم په خپل کتاب "امریکايي دین" کې په مکرر ډول ایمرسن ته د "امریکایي دین د پیغمبر" په توګه اشاره کړې. نوموړی د کتاب په متن کې د امریکا بومي یا ځایي ادیانو یا مذاهبو لکه مورمونېزم او مسیحي علم ته اشاره کوي، چې تر ډېره د ایمرسن د ژوند پر مهال رامنځته شوي، خو همدارنګه د اصلي کرښې پروتستانت کلیساګانو ته هم اشارې لري، چې د بلوم په وینا په متحده ایالاتو کې د اروپایي هغو په پرتله خورا ګنوسیستي (gnostic) شوې دي. په ویسټرن کانون (The Western Canon) کې بلوم، ایمرسن له میشل ډي مونټاینګ (Michel de Montaigne) سره پرتله کوي: "د لوستلو یوازینۍ معادله تجربه چې زه پوهیږم دا ده چې د رالف والډو ایمرسن په کتابچو او ژورنالونو کې، د مونټاین امریکايي نسخه، په نه ختمېدونکې توګه بیا بیا ولوستل شي." د ایمرسن څو شعرونه د بلوم "د انګلیسي ژبې غوره شعرونه" اثر کې شامل شوي، که څه هم هغه لیکلي چې هېڅ یو شعر د ایمرسن د غوره مقالو په څېر غوره نه دی، چې بلوم د "پر ځان باور"، "حلقو"، "تجربې"، او "د ژوند نږدې ټول چلند" په توګه لیست کړې دي. د هغه په باور د کرښو اوږدوالی، وزن او جملې یې په ساه سره ټاکل کېږي، د ایمرسن شعرونه د چارلس اولسن نظریې وړاندې کوي.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
سرچینې[سمول]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118530127 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6d799gc — subject named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/320 — subject named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ subject named as: Ralph Waldo Emerson — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Emerson,_Ralph_Waldo — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
- ↑ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?25216 — subject named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/emerson-ralph-waldo — subject named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ کينډۍ:Britannica
- ↑ Richardson, p. 263.
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lewis, Jone Johnson. "Ralph Waldo Emerson – Essays". www.transcendentalists.com. لاسرسينېټه August 10, 2017. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lachs, John; Talisse, Robert (2007). American Philosophy: An Encyclopedia. مخونه 310. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415939263. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Gregory Garvey, T. (January 2001). The Emerson Dilemma. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780820322414. لاسرسينېټه June 29, 2015. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Journal, April 7, 1840.
- ↑ "Emerson & Thoreau". Wisdomportal.com. June 6, 2000. د اصلي آرشيف څخه پر February 3, 2012 باندې. لاسرسينېټه October 26, 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Richardson, p. 18.
- ↑ Baker, p. 3.
- ↑ Cooke, George Willis. Ralph Waldo Emerson. pp. 1, 2.
- ↑ Allen, p. 5.
- ↑ McAleer, p. 40.
- ↑ Richardson, pp. 22–23.
- ↑ Baker, p. 35.
- ↑ McAleer, p. 44.
- ↑ McAleer, p. 52.
- ↑ Richardson, p. 11.
- ↑ McAleer, p. 53.
- ↑ Richardson, p. 6.
- ↑ McAleer, p. 61.
- ↑ Buell, p. 13.
- ↑ https://www.franklinparkcoalition.org/wp-content/uploads/2018/01/Ralph-Waldo-Emerson-The-Schoolmaster-of-Franklin-Park.pdf
- ↑ Gougeon, p. 325.
- ↑ Baker, p. 502.
- ↑ Richardson, p. 569.
- ↑ McAleer, p. 629.
- ↑ Thayer, James Bradley (1884). A Western Journey with Mr. Emerson. Boston: Little, Brown, and Company. لاسرسينېټه August 1, 2014. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Buell, p. 34.
- ↑ Bosco and Myerson. Emerson in His Own Time. p. 54
- ↑ Sullivan, p. 123.
- ↑ Baker, p. 201.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P69
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P737
- د خاصيت کارولو پاڼې P135
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه