زيتون بانو
![](http://chped.net/https/upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/thumb/1/15/%D8%B2%D9%8A%D8%AA%D9%88%D9%86-%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88.png/250px-%D8%B2%D9%8A%D8%AA%D9%88%D9%86-%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88.png)
زيتون بانو (د ۱۹۳۸ زېږدي کال د جون ۱۸، - ) (په انگرېزي: Zaitoon Bano) د پښتونخوا د ښځينه شاعرانو، ليکوالانو او ډرامه ليکونکو له ډلې نه يوه مشهوره ليکواله ده چې د نوموړې گڼ شمېر ډرامې د پاکستان په ملي ټلويزون ښودل شوي.
مخينه
زیتون بانو د سید سلطان محمد لور چې په کال ۱۹۳۸ زېږدیز کې د پښتونخوا د خلیلو ټپې په مشهور کلی سپینه وړۍ کې زېږدلې ده. پلار یې سلطان محمد په خپله هم د پښتو ښه لیکوال او ښه شاعر و چې د عبدالقدوس تندر مشر زوی دی. مېرمن زیتون بانو ابتدایي زده کړې د پښور داسلامیه کالج په ښوونځي کې شروع کړي او د الزابت گلز لیسې څخه له لسم ټولگي نه فارغ شوې ده. د لوړو زده کړو لپاره فرنټیر کالج ته بریالۍ شوه او زده کړې یې د پښتو اکادمۍ څخه د ماسترۍ تر درجې ورسولي. مېرمن زیتون بانو د باچا خان د ملي نهضت خدایي (خدمتگاران) فعاله غړې وه.
زده کړې
دندې
چاپ شوي آثار
- هنداره - د لنډو کيسو ټولگه
- مات بنگړي - د لنډو کيسو ټولگه
- ژوندي غمونه - د لنډو کيسو ټولگه
- خوبونو - د لنډو کيسو ټولگه
- زما ډایري - د لنډو کيسو ټولگه
- نیزه وړی - د لنډو کيسو ټولگه
ناچاپه آثار
مړینه
اغلی زیتون بانو پر ۱۴م ستمبر ۲۰۲۱ میلادی کال له نیمګړې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.