سردار شاه ولي خان
Appearance
![](http://chped.net/https/upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/thumb/9/9a/%D8%B3%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D8%B4%D8%A7%D9%87_%D9%88%D9%84%D9%8A_%D8%AE%D8%A7%D9%86.png/250px-%D8%B3%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D8%B4%D8%A7%D9%87_%D9%88%D9%84%D9%8A_%D8%AE%D8%A7%D9%86.png)
![](http://chped.net/https/upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/f/f1/%D8%B3%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D8%B1_%D8%B4%D8%A7%D9%87_%D9%88%D9%84%D9%8A_%D8%AE%D8%A7%D9%86.jpg)
مارشال سردار شاه ولي خان (۱۶ د اپرېل، ۱۸۸۸ ز. - اپرېل، ۱۹۷۷ ز.) د محمد نادر شاه، سردار محمد هاشم خان او سردار شاه محمود خان ورور او د افغانستان يو پوځي افسر و. هغه په افغانستان کې يو شمېر اهمې رسمي دندې ترسره کړي او د افغانستان په سياسي تاريخ کې يو مطرح شخصيت و.
دندې
- په ۱۹۰۶ ز. کې د شاهي ساتونکو بولندوی
- په ۱۹۲۱ ز. کې د سپرو پوځيانو بولندوی.
- په ۱۹۲۴ ز. کې د امير امان الله خان د شاهي پوځ غړی.
- د پوځ سر اعلی قومندان چې د حبيب الله کلکاني پلويانو ته يې ماتې ورکړه او کابل يې په ۱۰ د اکتوبر ۱۹۲۹ ز. فتح کړ او په همدې توگه يې د مارشالۍ رتبه او فاتح کابل لقبونه خپل کړل.
- په ۱۹۲۹ ز. کې د محمد نادر شاه وايسرای.
- له ۱۹۳۵ ز. - ۱۹۳۶ ز. پورې د افغانستان د دفاع وزير
- له ۱۹۳۶ ز. - ۱۹۳۷ ز. پورې د افغانستان د دفاع وزير
- له ۱۹۴۸ ز. - ۱۹۴۹ ز. پورې پاکستان کې د افغانستان سفير