Jump to content

سکيزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سیکیزم یا سکېزم (/ˈsɪkɪzəm/) یا سیکې (په پنجابي ژبه: ਸਿੱਖੀ سیکي، [ˈsɪkhiː]، د پنجابي له ਸਿੱਖ څخه چې د سیک، لټونکي يا زده‌کوونکي په معنا دی اخیستل شوی، یو هندي مذهب دی چې شاوخوا د پنځلسمې پېړۍ په پای کې يې د هند شبه قارې د پنجاب له سیمې څخه سرچینه اخیستې. دا په دې وروستیو کې له نویو تاسیس شویو سازمان شویو عقیدو څخه ده. او د ۲۱ پېړۍ په پيل کې د ۲۵-۳۰ میلیونه پیروانو په لرلو سره چې سیکانو په نوم پېژندل کېږي په نړۍ کې پنځم لوی ځای لري.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د سکیزم مذهب د ګوروناناک (۱۴۶۹-۱۵۳۹)، لومړني عقیدوي لارښود / ګورو چې د هندوییزم مذهب زدکړې او اېډیولوژي يې رد کړې او د هغه د ځای ناستي ناین سیک له معنوي زدکړو څخه رامنځته شوی. لسم ګورو ګوبېنډ سېنګ (۱۶۶۶-۱۷۰۸)، د سیکانو د سپېڅلي کتاب څښتن ګورو ګرانټ خپل ځای ناستی ونوماوه او د انساني لارښوونکو کرښې يې سره نږدې کړې او سپېڅلی کتاب یې د وروستي لارښود په توګه د تل لپاره ژوندی وساته چې د سیکانو لپاره د روحاني او مذهبي ژوند لارښود و. ګورو ناناک داسې تعلیم ورکړ چې «فعال، خلاق او عملي ژوند» له « حقیقت، وفادارۍ، پاکۍ او پر ځان کنترول» سره ژوند کول له میتافزیکي حقیقت څخه پورته دی او اېډیال انسان له خدای سره اتحاد کوي او د هغه اراده پېژني او هغه اراده پلي کوي. ګوروهارګوبېنډ (۱۶۴۴-۱۶۰۶)، د سیکانو شپږم لارښود چې د میري/ miri  (سیاسي/ مهالني) او پيري (معنوي) د متقابلې هم‌غږۍ/همزیستۍ مفهوم يې رامنځته کړ. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د سیکانو سپېڅلی کتاب د اېک اونکار/ik onkar (واحد خدای ੴ,) په اړه د مول منتر(ਮੂਲ ਮੰਤਰ) له بنسټيزې دعا سره پيلیږي. د سیکانو اصلي باورونه په ګروګرانټ صاحب کې تشرېح شوي، چې پر واحد خدای عقیده او تفکر، اللهي وحدت او د ټول بشریت برابري؛ په سېوا/ seva  (بې خوده خدمت/له کومې تمې پرته) کې ښکېلېدل؛ د ټولو په ګټه د عدالت او نېکمرغۍ لپاره هڅه او په ګډ ژوند کې صادقانه چلند او معیشت په کې شامل دي. د سیک مذهب له دغو معیارونو څخه په پيروۍ دا ادعاګانې ردوي چې د دوی هر ځانګړی مذهبي دود د مطلق حقیقت په انحصار کې دی. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سیکیزم په سېمرن (ਸਿਮਰਨ، د لارښود/ګورو د زده‌کړو په یاد راوړل او تفکر) ټینګار کوي، چې کولی شي د کېترن له لارې د موسیقۍ په ډول څرګند شي، یا په داخلي توګه د نام جاپنا/ naam japna  (د هغه پر نوم تفکر) له لارې، د خدای د حضور د احساس لپاره د يوې وسیلې په توګه تشرېح شي. خپلو پیروانو ته دا ورښيي چې «پنځوغلو» (لکه شهوت، غوسې، تمې، تړاو او نفس) ته بدلون ورکړي.[۲۲][۲۳]

یاد دین د مذهبي ځورونې پر مهال پراختیا او تکامل وموند چې د دواړو اسلام او هندوییزم له اړولو څخه رامنځته شو. په هند کې مغلو واکمنانو دوه ډلې سیکان – ګروارجن (۱۵۶۳-۱۶۰۵) او ګرو تېغ بهادر (۱۶۲۱-۱۶۷۵) وروسته له دې چې د اسلام له منلو څخه یې انکار وکړ شکنجه او اعدام کړل. د سیکانو شکنجه او ځورول په ۱۹۶۶ کال کې د خپلواکۍ، وجدان او مذهب څخه د خوندیتوب لپاره د ګورو ګوبېنډ او د هغو غړو له خوا چې د سانت سېپاهي/ (سپېڅلي سرتېري) ځانګړتیاوې يې لرلې، د خلسا (Khalsa ) د رامنځته کولو لامل شول.  [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

ترمینالوژي/ اصطلاحات

د سیکانو د سپېڅلي کتاب برخه اساساً د ګورموکي (Gurmukhī) په الفبا لیکل شوې،  هغه لیکدود چې د ګوروانګاد په واسطه د لېندا له متن څخه چې په تاریخي ډول او د نني هند په شمال کې کارول کېده سټندرد شوی. د سیک مذهب پيروان د سیکانو په نوم پېژندل کېږي، چې  د ګورو د زده‌کوونکي یا زدکړیالانو په معنا دي. د سکیزم انګلیسي اصطلاح د سیکي (Sikhi) له پنجابي فعل څخه اخیستل شوې چې د زده‌کړې پر مهالني مسیر دلالت کوي او ريښه يې  سېکنا (sikhana ) چې د زده‌کولو په معنا ده.  [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

فلسفه او تدریس

سکیزم د بوداییزم، هندوییزم او جینیزم تر څنګ د یو هندي دین په توګه طبقه‌بندي کېږي.[۳۸]

د سیک مذهب بنسټ د ګوروناناک او د هغه د ځای ناستي په لارښوونو کې نغښتی.  د سیک اخلاق پر معنوي ودې او د ورځني اخلاقي چلند تر منځ په همغږۍ تینګار کوي. د يادې عقیدې بنسټ اېښودونکی ګوروناناک دا لیدلوری داسې خلاصه کوي: " حقیقت تر ټولو لوړ فضیلت دی، خو لا تر دې هم لوړ په صداقت سره ژوند  کول دي." د سیک مذهب پر اېک نور تي سب جګ اپجییا (Ėk nūr te sab jag upjiā) ټينګار کوي یعني ټوله هستي له یوې روښنایۍ څخه راپورته شوې.[۳۹]

د خدای مفهوم

د سکیزم مفهوم توحید دی، چې پر یوه خدای له عقیدې لرلو څخه دفاع کوي. او د اېک اونکار له اصطلاح سره مشخصېږي. د سیک په مذهب کې په ټوله کې د خدای مفهوم Waheguru (حیرانوونکی ښوونکی) دی. چې د نېرنکار /nirankar  (بې بڼې)، اکل/akal  (بې مهاله)، کارت پوراخ/ karta purakh  (خالق) او اګاماګوچار/ agam agochar (له فهم څخه لرې او نه لېدونکی) په توګه په پام کې نیول کېږي.[۴۰][۴۱][۴۲]

په تحت الفظي مفهوم په سیک مذهب کې خدای هېڅ جنډر نه لري. که څه هم په استعاري ډول خدای مذکر او د خدای ځواک مونث ګڼل کېږي. د مثال په ډول لسم ګورو، ګورو ګوبیند سینګ جي خدای په کراتو د اکل پور (د زمان او مکان څخه پورته) او نېرانکار ( له بڼې پرته) له نوم سره یادوي . هغه همدارنګه خدای خپل پلار او د خدای ځواک خپله مور یادوي. په ورته ډول بل مثال دا دی چې سپېڅلی کتاب او ابدي ګورو او ګورو ګراند صاحب وایي ټول انسانان د روح ناوېګانې دي چې له خپل خاوند رب سره یو ځای کېدو ته لېواله دي. سربېره پردې ګروګانو/لارښوونکو په ګورو ګراند صاحب کې هم لیکلي چې ډېر عالمونه شته او خدای په هغو کې ژوند خلق کړی.[۴۳][۴۴]

د سیک مذهب سپېڅلی کتاب د بې بڼې یو خدای یعنې اېک اونکار (ੴ) له نوم سره پیلېږي. چې د سیکانو په دود کې د واحد خدای د وحدانیت په توګه پېژندل کېږي. اېک اونکار (ځینې وختونه په لویو تورو) په لږ خلاص مفهوم د یو لوی واقعیت، یو خالق، په ټوله نړۍ کې خپور شوي روح او له خدای او مخلوق څخه د خواره خو متحد او واحد حس د تشرېح کولو لپاره  د نورو لارو په معنا دی.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

د اېک اونکار دودیز منتر تر هغه مهاله چې نانک هوسي بهي سچ  ګرو نانک / Nanak hosee bhee sach  ( د سیکانو لومړی ډله) ژوندۍ وي د تل لپاره دوام مومي. د ګورو/لارښود موجودیت ابدي دی. د سچ معنا ریښتیا، حقیقت او واقعیت دی. په دې معنا چې ګورونانک له مودو راهیسې ریښتونی دی او صادق به پاتې شي. د ګوروګرانت صاحب لومړۍ کرښه او هر راتلونکی راګا/ raga (موسیقي) اېک اونکار ته اشاره کوي.[۴۹]

دنیاوي خیال/توهم

مایا چې د لنډمهال یا "غیر واقعي" په توګه تعریفېږي، د خدای او ژغورنې د څارنې له اصلي انحرافاتو څخه یو دی: چېرې چې دنیاوي جاذبې یوازې له لنډمهاله خیالي رضایت او درد سره مل دي چې د خدای د عبادت له پروسې څخه منحرفېږي. له دې سره نانک ټينګار کوي چې مایا د نړۍ د غیرواقعي والي لپاره نه بلکې د هغې د ارزښتونو یوه سرچینه ده. په سیک مذهب کې باور دا  دی چې د نفس، غوسې، حرص، تړاو او شهوت اغېزې چې د پانچ چور (پنځه غلو) په نوم پېژندل کېږي په ځانګړي ډول د حواسو د ګډوډۍ او ځورونې لامل کېږي. سیکان باور لري چې نړۍ اوس مهال د کالي ګا  (د تیارو عصر) په حال کې ده. ځکه نړۍ له مایا سره د مینې او تړاو له امله د بې لارۍ په لور روانه ده. د پنځه  غلو پر وړاندې د زیان منونکو افرادو برخه لیک له خدای څخه جلاوالی دی، او دا وضیعت یوازې د خدای د جدي او نه ستړي کېدونکي عبادت له لارې بېرته سمېدی شي.[۵۰][۵۱]

سرچینې

  1. Almasy, Steve. 2018 [2012]. "Who are Sikhs and what do they believe?" CNN International. US: Turner Broadcasting System.
  2. Nesbitt, Eleanor M. (2005). [[[:کينډۍ:Google books]] Sikhism: a very short introduction] تحقق من قيمة |url= (لارښود). Oxford University Press. مخونه 21–23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-280601-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Singh, Nirbhai (1990). Philosophy of Sikhism: Reality and Its Manifestations. New Delhi: Atlantic Publishers. مخونه 1–3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Takhar, Opinderjit Kaur (2016). Sikh Identity: An Exploration of Groups Among Sikhs. Abingdon-on-Thames, England: Taylor & Francis. مخونه 147. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-90010-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Religions: Sikhism". BBC.com. 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Cole, William Owen; Sambhi, Piara Singh (1993). Sikhism and Christianity: A Comparative Study. Wallingford, England: Palgrave Macmillan. مخونه 117. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-333-54107-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Almasy, Steve (2012-08-05). "Who are Sikhs and what do they believe?". CNN Digital. لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. McLeod, William Hewat. 2019 [1998]. "Sikhism". Encyclopædia Britannica Online. 
  9. "Sikhs in Wolverhampton celebrate 550 years of Guru Nanak". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Singh, Patwant (2000). The Sikhs. New York: Alfred A. Knopf. p. 17. ISBN 0-375-40728-6.
  11. Fenech, Louis, and William Hewat McLeod (2014). Historical Dictionary of Sikhism (3rd ed.). Rowman & Littlefield. ISBN 978-1-4422-3600-4. pp. 17, 84–5.
  12. James, William (2011). God's Plenty: Religious Diversity in Kingston. McGill–Queen's University Press. ISBN 978-0-7735-3889-4. pp. 241–42.
  13. Mann, Gurinder Singh (2001). [[[:کينډۍ:Google books]] The Making of Sikh Scripture] تحقق من قيمة |url= (لارښود). Oxford University Press. مخونه 21–25, 123–24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-513024-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Marwaha, Sonali Bhatt (2006). Colors of Truth: Religion, Self and Emotions: Perspectives of Hinduism, Buddhism, Jainism, Zoroastrianism, Islam, Sikhism and Contemporary Psychology. Concept Publishing. مخونه 205–206. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-8069-268-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Marty, Martin E. (1996). Fundamentalisms and the State: Remaking Polities, Economies, and Militance. University of Chicago Press. مخونه 278. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-50884-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Singh, Pashaura (2003). The Guru Granth Sahib: Canon, Meaning and Authority. Oxford University Press. مخونه 101–102. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-908773-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Singha, H. S. (2000). The Encyclopedia of Sikhism. Hemkunt. مخونه 20–21, 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7010-301-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Kalsi, Sewa Singh (2005). [[[:کينډۍ:Google books]] Sikhism] تحقق من قيمة |url= (لارښود). Philadelphia: Chelsea House Publishers. مخونه 41–50. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7910-8098-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Cole, William Owen; Sambhi, Piara Singh (1995). The Sikhs: Their Religious Beliefs and Practices. Sussex Academic Press. مخونه 200. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Teece, Geoff (2004). Sikhism: Religion in focus. Black Rabbit Books. مخونه 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58340-469-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Reichberg, Gregory M.; Syse, Henrik (2014). Religion, War, and Ethics: A Sourcebook of Textual Traditions. Cambridge University Press. مخونه 672–674. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-95204-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Pattanaik, Devdutt (2019). "Where Hinduism and Sikhism meet". Mumbai Mirror. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Nayar, Kamala Elizabeth; Sandhu, Jaswinder Singh (2012). The Socially Involved Renunciate: Guru Nanak's Discourse to the Nath Yogis. State University of New York Press. مخونه 106. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7914-7950-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Singh, Pritam (2008). Federalism, Nationalism and Development: India and the Punjab Economy. Abingdon-on-Thames, England: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-04945-5. A large number of Hindu and Muslim peasants converted to Sikhism from conviction, fear, economic motives, or a combination of the three (Khushwant Singh 1999: 106; Ganda Singh 1935: 73). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Pashaura Singh (2005), Understanding the Martyrdom of Guru Arjan, Journal of Punjab Studies, 12(1), pp. 29–62
  26. Singh, Pashaura; Fenech, Louis E. (2014). The Oxford Handbook of Sikh Studies. Oxford University Press. مخونه 236–238. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-969930-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Fenech, Louis E. (2001). "Martyrdom and the Execution of Guru Arjan in Early Sikh Sources". Journal of the American Oriental Society. 121 (1): 20–31. doi:10.2307/606726. JSTOR 606726. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Fenech, Louis E. (1997). "Martyrdom and the Sikh Tradition". Journal of the American Oriental Society. 117 (4): 623–642. doi:10.2307/606445. JSTOR 606445. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. McLeod, Hew (1999). "Sikhs and Muslims in the Punjab". South Asia: Journal of South Asian Studies. 22 (sup001): 155–165. doi:10.1080/00856408708723379. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Pashaura Singh (2005), Understanding the Martyrdom of Guru Arjan, Journal of Punjab Studies, 12(1), pp. 29–62
  31. Gandhi, Surjit Singh (1 February 2008). History of Sikh Gurus Retold: 1606–1708. New Delhi: Atlantic Publishers. مخونه 676–677. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-269-0857-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Chanchreek, Jain (2007). Encyclopaedia of Great Festivals. Shree Publishers. مخونه 142. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-8329-191-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Dugga, Kartar (2001). Maharaja Ranjit Singh: The Last to Lay Arms. Abhinav Publications. مخونه 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7017-410-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Bahri, Hardev "Gurmukhi". Encyclopaedia of Sikhism. Punjabi University Patiala. 
  35. Shackle, Christopher; Mandair, Arvind (2013). Teachings of the Sikh Gurus: Selections from the Sikh Scriptures. Abingdon-on-Thames, England: Routledge. مخونه xxi–xxiii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-45101-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Mandair, Arvind-Pal Singh (2013). Sikhism: A Guide for the Perplexed. Bloomsbury Academic. مخونه 3, 12–13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4411-0231-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. Chahal, Devinder (July–December 2006). "Understanding Sikhism in the Science Age" (PDF). Understanding Sikhism: The Research Journal (2): 3. لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. "Classification of Religions", Encyclopædia Britannica Online.
  39. Singh, Pashaura; Fenech, Louis E. (2014). The Oxford Handbook of Sikh Studies. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-969930-8.
  40. Rose, Tudor (2015). Agree to Differ. UNESCO. مخونه 97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-100090-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. "Sikhism at a glance |Religions: Sikhism." BBC (2014).
  42. The Hans India (1 September 2018). "There is One God". The Hans India. لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. Guru Nanak Dev Ji. Gurū Granth Sāhib. مخونه 17. لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۱. If you long for your Husband Lord, O soul-bride, you must know that He is not met by falsehood. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. Guru Nanak Dev Ji. Gurū Granth Sāhib. مخونه 15. لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۰۶. You are the One True Lord and Master of all the other beings, of so many worlds. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  45. Singha, H. S. (2000). The Encyclopedia of Sikhism. Hemkunt. مخونه 20–21, 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7010-301-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  46. Singh, Pashaura; Fenech, Louis E. (2014). The Oxford Handbook of Sikh Studies. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-969930-8.
  47. Doniger, Wendy (1999). Merriam-Webster's encyclopedia of world religions. Merriam-Webster. مخونه 500. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87779-044-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  48. Mayled, John (2002). Sikhism. Heinemann. مخونه 16]. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-435-33627-1 – په وسيله Internet Archive. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  49. Singh, Pashaura (2003). The Guru Granth Sahib: Canon, Meaning and Authority. Oxford University Press. مخونه 101–02. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-908773-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  50. Singh, Nirmal (2008). Searches in Sikhism. Hemkunt Press. مخونه 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7010-367-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  51. Parrinder, Geoffrey (1971). World Religions: From Ancient History to the Present. London: Hamlyn. مخونه 253. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87196-129-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)