Jump to content

عربي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عربي ژبه
اللغة العربية

د ویلونکی شمیر ۲۵۰ میلیونه
د ژبې کورنۍ افریقایی-آسیایی ژبې
  • سامي ژبې
    • عربي ژبه
د ليکلو بڼه عربي توری
وييل کېږي په الجزایر
بحرين
چاډ
جېبوتي
مصر
اېرېتريا
عراق
یمن
عمان
قطر
کوېټ
کامروس
لېبنان
لېبيا
مالي
ماروکو
مورېتانيا

فلسطين
سعودي عربستان
سوماليا
متحده عرب امارات
سوډان
سوريه
تونس
ملګري ملتونه

عربي (اَلْعَرَبِيَّةُ) يوه سامي ژبه ده چې په لومړي ځل له لومړۍ څخه تر څلورمې زېږديزې پېړۍ پورې راڅرګنده شوه. دا ژبه اوس د عربي نړۍ ژبه ده. نوم يې له عربو څخه اخیستی، دا اصطلاح په لومړيو کې د هغو خلکو د پېژندګلوۍ لپاره کارېده چې په عربي ټاپووزمه کې اوسېدل. د لرغونو يوناني جغرافيه پوهانو د پوهې له مخې د دې ټاپووزمې لویديځ ته ختيځ مصر، ختيځ ته يې بين النهرين شمال ته يې شمالي سوريه او د لبنان غرونو مقابل لوری موقعيت درلود. د نړيوالې معيار جوړونې سازمان د عربي ژبې لپاره دوه دېرش ډوله شفرونه ځانګړي کړي دي، چې معياري بڼه، عصري معياري عربي، چې ادبي عربي هم ورته ويل کېږي هغه فصيحه نوې عربي ژبه ده. دا توپير په لومړي سر کې د لویديځو ژبپوهانو په منځ کې هم لېدل کېږي؛ په عموم کې په عربي ژبه خبرې کوونکي د نوې معياري عربي او کلاسيکي عربي تر منخ توپير نه کوي، بلکې دواړو ته «العربية الفصحی» يعنې فصيحه عربي، يا په ډېر ساده ډول (الفصحی) ورته وايي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

په نړۍ کې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د عربي ژبې تدريس کېږي او په کاري چاپيريال، دولتونو او رسنيو کې په بېلا بېلو کچو کار ځينې اخیستل کېږي. عربي ژبه په نوي عربي معياري بڼې سره د شيږويشتو هېوادونو او يوې لانجمنې سيمې رسمي ژبه ده، له فرانسوي او انګليسي څخه وروسته څلورمه ژبه ده چې ډېرې خبرې پرې کېږي، له دې امله چې قرآن شریف او مبارک حديثونه په فصيحه عربي ژبه لیکل شوي، دا ژبه د اسلام دين ديني ژبه هم ده.[۴۴][۴۵][۴۶]

د منځنيو پېړيو پر مهال، عربي د مديترانې په سيمه کې د کلتور اصلي لېږدوونکې ژبه وه، په ځانګړي ډول په علم، رياضياتو او فلسفه کې. له همدې کبله ډېرو اروپايي ژبو له عربي څخه ځينې ټکي پور کړي دي. تر ډېره بريده د عربي ژبې اغېر د اروپايي ژبو په لغاتو کې لېدل شوی دی – تر ډېره بريده په هسپانوي ژبه او تر کم بريده په پرتګالي، کاتالاني او سيسلي ژبو کې – لامل دا و چې عربي شوي اروپايي مسيحي او مسلمان تمدنونه سره نږدې و او هلته مسلمانانو او عربي ژبې د اوږدې مودې لپاره شتون درلود، په ځانګړې توګه په سویلي ابیریا کې د اندلس د پير پر مهال. مالټي يوه سامي ژبه ده چې له عربي لهجې څخه يې وده کړې او په لاتيني الفبا لیکل کېږي. د بالکان ژبې چې په هغې کې يوناني او بلغاريايي شاملې دي، هم له عربي اصليت څخه د ترکي عثماني سره د اړيکو له امله ډېری عربي ټکي تر لاسه کړي دي. [۴۷]

د خپل تاريخ په اوږدو کې عربي ژبې په نړيواله کچه په نورو ژبو خورا ستر اغېز پرېیښی دی، په ځانګړي ډول د اسلامي کلتورونو او هېوادونو پر ژبو کوم چې مسلمانانو فتح کړې وو. يو شمېر هغه ژبې چې تر ډېره بريده له عربۍ اغېزمنې شوې هغه پارسي، ترکي، هندوستاني (هندي او اردو)، کشميري، کردي، بوسنيايي، قزاقي، بنګالي، مالايي (د اندونيزيا اوماليزيا)، مالديفي، پښتو، پنجابي، البانيايي، ارمينيايي، اذربايجاني، سيسلي، اسپانيايي، يوناني، بلغاريايي، تاګالوګ، سندي، اودي، عبري او هاوسا ژبې دي او د افريقا په ځينو سيمو کې ځينې نورې ژبې. له بله اړخه، عربي هم له ځينو ژبو يو شمېر ټکي اخیستي چې ارامي، عبري، لاتيني، يوناني، پارسي پکې شاملې دي، همدا راز تر کمې اندازې يې له ترکي (د عثماني سترواکۍ له امله)، انګليسي او فرانسوي (د شام د نېواک پر بنسټ) او همدا راز ځينې نورې سامي ژبې لکه حبشي ژبه.[۴۸][۴۹]

عربي د يو اعشاريه نهه ميليارده مسلمانانو ديني ژبه ده، همدا راز عربي د ملګرو ملتونو د شپږو رسمي ژبو څخه يوه ده. په ټوليز ډول د عربي ژبې په ټولو بڼو په عربي نړۍ کې شا اوخوا څلور سوه او دوه ويشت ميليونه خلک خبرې کوي (چې اصلي او  نااصلي ويونکي پکې شامل دي)، په دې ډول دا ژبه په ټوله نړۍ کې پنځمه هغه ژبه ده چې زيات ويونکي لري، د انټرنيټ د کاروونکو په نظر کې نیولو سره څلورمه هغه ژبه ده چې په انټرنيټ کې زياته کاريږي. عربي په عربي الفبا لیکل کېږي چې ابجدي خط دی او له ښي اړخ څخه چپ لور ته لیکل کېږي، که څه هم کله نا کله لیلل شوې ژبه په ASCII لاتيني بڼه له چپ څخه ښي لور ته لیکل کېږي چې دا يې معياري املاء نه ده. [۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]

ډلبندي

که څه هم په نړيواله کچه نه ده، خو بيا هم عربي د مرکزي سامي ژبې په توګه ډلبندي شوې. دا ژبه د سامي ژبو په ډلو کې د نورو فرعي ډلبنديو له ژبو سره تړلې ده (شمالي لویدیځ سامي، سويلي سامي، ختیځ سامي، لویديځ سامي)، لکه ارامي، سرياني، عبري، اوګاريټي، فينقي، کنعاني، اموري، عموني، ابلايټ، لرغونې شمالي کتابي عربي، لرغونې سويلي کتابي عربي، حبشي، نوې سويلي عربي او ډېرې نورې له منځه تللې او نوې ژبې. ژبپېژندونکي لا هم د سامي فرعي ډلبنديو د غوره ډلبندۍ په اړه سره اختلاف لري. سامي ژبو په پراخه کچه د لومړۍ سامي او مرکزي سامي ژبو د پيدا کېدو تر منځ بدلون موندلی، په ځانګړي ډول د ګرامر «لارښود» له پلوه. د مرکزي سامي ژبو نوښتونو کې –چې ټول په عربي کې ساتل شوي- لاندې شامل دي:[۵۹]

  1. له مضارع څخه مخکې د جوړه حالت زمانې د صيغې (yajlis-يجلس) بدلول په مضارع زمانه.
  2. د جوړه حالت/اړخ د بڼو له منځه وړل (لکه: مضارع صيغه چې له منځنيو مضاعفو «دوه برابره کولو» رېښو څخه جوړيږي، په بشپړ ډول د لومړۍ رېښې د ساکن ويي سره د يو /t/ په زياتولو سره جوړېږي، يا شونې ده چې امريه صيغه د فشار يا شد له لارې منځ ته راځي) او دا ځکه له منځه يوړل شوې چې نوي حالتونه رامنځ ته شول، کوم چې د پای ويو له لارې جوړېږي چې يو وروستاړی ورپسې نښول کېږي (لکه: U د اشارې لپاره، -a د شرط لپاره، بې پايه د امر لپاره، an یا anna د فعال لپاره).
  3. داخلي مبني علی المجهول جوړول.

د فصيحې عربي، نوې عربې د ډولونو، او همدا راز د صفايي او حسامي کتابي عربي ډولونو تر منځ ډېرې ځانګړتياوې ګډې دي، کومې چې په نورو مرکزي سامي ژبو، لکه د حجاز په شمال کې الداداني او التيماني په نورو ډلو کې نه موندل کېږي. دا ځانګړتياوې د دې ښودنه کوي چې دا ژبې يو ګډ فرضي اصل لري چې هغه Proto-Arabic دی. لاندې ځانګړتياوې په باور سره د Proto-Arabic لپاره بيا جوړېدای شي: [۶۰]

  1. منفي جوړښتونه m * /mā/; lʾn */lā-ʾan/ فصيحې عربي ژبې ته
  2. مفعول منفي صفت (نعت)
  3. حرف جر او ظروف f, ʿn, ʿnd, ḥt, ʿkdy
  4. شرطي په –a کې
  5. T-څرګندونکی
  6. د ښځينه د معروف پای برابرول
  7. ʾn بشپړوونکی او تابع
  8. د شکلي بندونو د څرګندونو لپاره د f کارول
  9. په (ʾ)y کې د مستقل مفعول به ضمير
  10. په تنوين کې اضافي

تاريخ

زړه عربي

په لرغونې زمانه کې عرب د سامي ژبو د پراخه بڼو لرونکې سيمه وه. په سويل لویديځ کې، ګڼې سامي ژبې ویل کېدې، هم هغه ژبې چې تر دې سيمې اړوند وې او هم هغه چې د لرغونې سويلي عربي کورنۍ څخه بهر وې (لکه سويلي ثمودي ژبه). دا باور هم شته چې د نویو سويلي عربي ژبو (غېر مرکزي سامي ژبې) په اصلي ژبه اوس هم د عربو په سويل کې خبرې کېږي. په شمال کې، د شمالي حجاز په څنډو کې، دادانيتي او تايماني ژبو د کتابي ژبو په توګه حيثيت درلود. په نجد او د عربو په ځينو لویدیځو برخو کې، پوهانو د ثمودي C ژبې په نوم يوه ژبه تايید کړې ده. په ختيځ عرب کې، داسې ډبرلیکونه شته چې له ASA څخه اخیستل شوي ژبې دي، کوم چې د داسې يوې ژبې د شتون شاهدي ورکوي چې د حسايي په نوم پېژندل کېږي. په پای کې، د عربو په شمال لویديځو پولو کې، پوهانو د ثمودي B، ثمودي D، صفايي او هسمايي په نوم ژبې پېژندلې دي. وروستۍ دوه ژبې د عربي د وروستيو بڼو سره مهمې مساوي شريکې اصطلاح ګانې لري او دا چاره پوهان دې اند ته رسوي چې صفايي او هيسمايي ژبې په اصل کې د عربي ژبې لومړۍ بڼې دي او بايد دا ژبې لرغونې عربي ژبه وبلل شي.[۶۱]

سرچینې

  1. Bibliothèque nationale de France. "general catalog of BnF" (په فرانسوي ژبه ). Bibliothèque nationale de France. لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  2. Stated in: اتنولوګ. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګليسي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  3. "اتنولوګ" (په انګليسي ژبه ). SIL International. لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  4. Reference URL: https://iso639-3.sil.org/code/ara.
  5. Stated in: Archaeology & Language. د خپرولو نیټه: ۱۹۹۸. Publisher: Pimlico.
  6. Stated in: The Cambridge Encyclopedia of Language. Page(s): 316. Publisher: Cambridge University Press. د خپرولو نیټه: ۱۹۸۷. ليکوال: David Crystal.
  7. Stated in: اتنولوګ. Ethnologue.com language code: ara. Archive URL: https://web.archive.org/web/20190605145915/https://www.ethnologue.com/language/ara. Retrieved: ۵ جون ۲۰۱۹. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګليسي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  8. Reference URL: http://www.unesco.org/new/ar/unesco/events/prizes-and-celebrations/celebrations/international-days/world-arabic-language-day-2012/.
  9. "Language". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "ScriptSource - Egypt". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  11. "ScriptSource - Algeria". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  12. "ScriptSource - Sudan". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  13. "ScriptSource - Iraq". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  14. "ScriptSource - Morocco". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  15. "ScriptSource - Saudi Arabia". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  16. "ScriptSource - Yemen". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  17. "ScriptSource - Syria". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  18. "ScriptSource - Tunisia". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  19. "ScriptSource - Somalia". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  20. "ScriptSource - Chad". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  21. "ScriptSource - United Arab Emirates". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  22. "ScriptSource - Jordan". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  23. "ScriptSource - Eritrea". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  24. "ScriptSource - Libya". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  25. "ScriptSource - Lebanon". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  26. "ScriptSource - Palestine". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  27. "ScriptSource - Oman". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  28. "ScriptSource - Mauritania". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  29. "ScriptSource - Kuwait". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  30. "ScriptSource - Qatar". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  31. "ScriptSource - Bahrain". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  32. "ScriptSource - Djibouti". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  33. "ScriptSource - Comoros". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  34. "ScriptSource - Israel". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  35. "ScriptSource - South Sudan". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  36. "ScriptSource - Mali". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  37. "ScriptSource - Niger". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  38. "ScriptSource - Iran". لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  39. Semitic languages: an international handbook / edited by Stefan Weninger; in collaboration with Geoffrey Khan, Michael P. Streck, Janet C. E.Watson; Walter de Gruyter GmbH & Co. KG, Berlin/Boston, 2011.
  40. . Al-Jallad. The earliest stages of Arabic and its linguistic classification (Routledge Handbook of Arabic Linguistics, forthcoming).
  41. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  42. "Documentation for ISO 639 identifier: ara". خونديځ د اصلي څخه ۰۳ مارچ ۲۰۱۶. لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. Kamusella, Tomasz (2017). "The Arabic Language: A Latin of Modernity?" (PDF). Journal of Nationalism, Memory & Language Politics. 11 (2): 117–145. doi:10.1515/jnmlp-2017-0006. hdl:10023/12443. S2CID 158624482. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  45. Wright (2001:492)
  46. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  47. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  48. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  49. Bhabani Charan Ray (1981). "Appendix B Persian, Turkish, Arabic words generally used in Oriya". Orissa Under the Mughals: From Akbar to Alivardi : a Fascinating Study of the Socio-economic and Cultural History of Orissa. Calcutta: Punthi Pustak. مخونه 213. OCLC 461886299. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  50. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  51. "Christianity 2015: Religious Diversity and Personal Contact" (PDF). gordonconwell.edu. January 2015. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۱۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  52. "Executive Summary". Future of the Global Muslim Population. Pew Research Center. 2011-01-27. خونديځ د اصلي څخه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۳. لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  53. "Table: Muslim Population by Country". Pew Research Center's Religion & Public Life Project. 2011-01-27. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۳. لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  54. "UN official languages". un.org. 2014-11-18. خونديځ د اصلي څخه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵. لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  55. "World Arabic Language Day". UNESCO. 18 December 2014. خونديځ د اصلي څخه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  56. Lane, James (2 June 2021). "The 10 Most Spoken Languages In The World". Babbel. لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  57. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  58. "Top Ten Internet Languages in The World - Internet Statistics". www.internetworldstats.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  59. Semitic languages: an international handbook / edited by Stefan Weninger; in collaboration with Geoffrey Khan, Michael P. Streck, Janet C. E.Watson; Walter de Gruyter GmbH & Co. KG, Berlin/Boston, 2011.
  60. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  61. Al-Jallad, Ahmad. "Al-Jallad. The earliest stages of Arabic and its linguistic classification (Routledge Handbook of Arabic Linguistics, forthcoming)". خونديځ د اصلي څخه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود)