مرکزي حکومت
Appearance
مرکزي حكومت هغه ډول حکومت دی چې واحد يا نا وېشلى وي او په مركزي حكومت او سيميز حكومت كې خپلواكه ادارو كې واك په منظم ډول نه ويشل كېږي. په داسې دولت كې د هيواد ټول نظم د يوه مركزي حكومت په لاس كې وي. كه څه هم د اجرايه اسانتياوو په خاطر سيميزي ادارې جوړېږي ليكن شتون يې د مركزي حكومت تابع وي. په ځيني هيوادونو كې مركزي حكومت سيميزو ادارو ته ښه ډېر واك وركوي. د برتانيې سياسي نظام همدغه اصول كاروي ليكن په ځيني مرکزي دولتونو كې په سيميزو چارو كې مركزي حكومت ډېر دخيل وي. په برتانيه، فرانسه، هسپانيا، ايټاليا، ناروې، سويډن، ډنمارك، نوي زيلنډ، پرتگال، كولمبيا، تركيه، كينيا، آييوري كوسټ او اسرايل كې د حكومت ډول مرکزي نا وېشلى حکومت دٰى.