ميل می ۲۴
میل می ۲۴ (په روسی: Миль Ми-24) یو د بریدکونکی هلیکوپتر دی چی د دښمن ټانکونو او نورو مځکنی او هوایی هدفونو د منځه وړولو لپاره کارېږی. دغه هلیکوپتر کولای سی ۸ عسکران انتقال کړی. دغه هلیکوپتر په اوس وخت کی د نړی تر ټولو زیاته برخه حربی هلیکوپتر جوړوی او د نړی د بیلو بیلو وسلوالو ځواکونو په جگړیزو تجهیزاتو کی شامل دی.
تاریخ
د میل می-۲۴ هلیکوپتر په ۱۹۶۵ کال کی د میل د شرکت لخوا طرح شو. لمړی الوتنه ئي په ۱۹۶۹ کال کی عملی شوه او شوروی پوځ دغه هلیکوپتر ځخه په رسمی ډول په ۱۹۷۲ کال کی کار واخیست. له هغه وخت ځخه تر اوسه پورې میل می-۲۴ د نړی په بیلابیلو جگړو کی د مختلفو ځواکونو لخوا استعمال شوی دی.
د میل می-۲۴ هلیکوپتر په افغانستان کی
په ۷۰ کالو کی افغانی پوځ د میل می-۴ او میل می-۸ هلیکوپترونه درلودل. په ۱۹۷۹ کال کی شوروی هېواد د افغانستان حکومت ته عصری هلیکوپترنه (می-۲۴ ) ورکړه او د دغو هلیکوپترونو چلونکی د شوروی د پوځ ځخه ول. کله چی په ۱۹۷۹ کال کی په هرات کی لوی فیام پېل شو نو افغانی حکومت د قیام د منځه وړولو لپاره د دغو هلیکوپترونو ځخه کار واخیست.[۸]
جگړه
د دسمبر په ۱۹۷۹ کال کی شوروی پوځ پر افغانستان برید وکړ. په ۱۹۸۰ کال کی شوروی پوځ د شوروی اتحاد څخه افغانستان ته د میل می – ۲۴ ډېر هلیکوپترونه ولېږل.چی دغه هلیکوپترونه د کابل، کندوز، بدخشان بگرام، کندهار، ننگرهار (جلال آباد) او آساد آباد په هوائی ډگرونو کی ول. شوروی پوځ د میل می- ۲۴ هلیکوپترونو ځخه د مجاهدینو د ځواکونو د منځه وړولو لپاره کار اخیست او د ۱۹۸۱ کال ځخه د پاکستان د سرحد د څارلو لپاره ئی هم ورڅخه کار اخیست.[۹] دغه هلیکوپترونه خاص ځواکونه ( Войска специального назначения) انتقالول[۱۰] او د قاچاقو وړونکو ډله ئی له منځه وړل او قاچاقی توکی ئی ورځخه اخیستل. مجاهدینو د پاکستان ځخه افغانستان ته د مځکی نه هوا ته ځینی لاسی توغندی قاچ وړل مگر د شوروی پوځ د دغو هلیکوپترونو ته د رسام مرمی سیستم نصب کړ او دغو هلیکوپرونو د فیشنگونو د فیرولو په واسط د مجاهدینو لخوا د دغو هلیکوپترونو د منځه وړلو مخنیوی کاوه. یو مجاهد امریکائی خبریال ته وویل: موږ له شوروی پوځ نه نه وېرېږو مگر موږ له شوروی هلیکوپترونو نه وېرېږو. لمړی میل می-۲۴ هلیکوپتر په ۱۳فیبرایر ۱۹۸۰ کی ړنگه شوه او تر ۱۹۸۶ کال پورې شوروی پوځ ۱۲۰ د میل می-۲۴ هلیکوپترونو لاسه ورکړی. په ۱۹۸۵ کال کی د امریکا متحد ایالاتو مخاهدینو ته د سټېنگر راکتونه ورکړل. د افغانستان په جگړه کی ۳۳۳ شوروی هلیکوپتروته د مجاهدینو لخوا ړنگه شول. په اوس وخت کی د چېک پوځ په افغانستان کی هم د میل می-۲۴ د هلیکوپترونو ځخه کار اخلی.[۱۱] په ۲۰۰۸ کال کی د چېک پوځ افغانی ځواکونو ته ۶ د می-۲۴ هلیکوپترونه ورکړه.[۱۲]
منابع
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ Stated in: World Air Forces 2014. د خپرولو نیټه: ۲۰۱۴.
- ↑ Stated in: The International Directory of Military Aircraft 2002/03. ليکوال: Gerard Frawley. Publisher: Aerospace Publications. د خپرولو نیټه: ۲۰۰۲.
- ↑ Stated in: The International Directory of Military Aircraft 1996/97. ليکوال: Gerard Frawley. Publisher: Aerospace Publications. د خپرولو نیټه: ۱۹۹۶.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Stated in: World Air Forces 2008. د خپرولو نیټه: ۱۷ نومبر ۲۰۰۸.
- ↑ Reference URL: https://arabic.sputniknews.com/military/201612291021481931-%D8%B1%D9%88%D8%B3%D9%8A%D8%A7-%D9%85%D8%B5%D8%B1-%D8%A7%D9%84%D8%AC%D9%8A%D8%B4-%D8%A7%D9%84%D8%B1%D9%88%D8%B3%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%AC%D9%8A%D8%B4-%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%B5%D8%B1%D9%8A-%D9%85%D8%B1%D9%88%D8%AD%D9%8A%D8%A7%D8%AA/.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Stated in: Jane's World Aircraft Recognition Handbook, Fourth Edition. Page(s): 557. Publisher: Janes. اثر ژبه: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۱۹۸۹. ليکوال: Derek Wood.
- ↑ Stated in: Jane's World Air Forces Issue 12. Page(s): 7. د خپرولو نیټه: ۲۰۰۰.
- ↑ [۱]
- ↑ [۲]
- ↑ [۳]
- ↑ [۴]
- ↑ "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. لاسرسينېټه ۰۱ جون ۲۰۱۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
سرچینې
- ترجمه
- ترجمه
- ترجمه Archived 2007-10-20 at the Wayback Machine.
- hranici- 100-naletanych-hodin-52774/ ترجمه[مړه لينکونه]
- هغه پاڼي چې د P176 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P495 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P279 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1092 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P729 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P137 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2048 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2043 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2386 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P178 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- روسي هلیکوپترونه