هاليووډ
Appearance
![](http://chped.net/https/upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/c/ce/HollywoodSign.jpg/300px-HollywoodSign.jpg)
هاليووډ، هاليوډ (په انگرېزي: Hollywood) په اصل کې د امريکا په لاس انجلس کې د يوې ولسوالۍ نوم دى، چې د لاس انجلس په شمال لوېديځ کې پروت دى. د خپل کلتوري پېژند او شهرت له مخې د فلمي سټوډيوگانو او د فلمي ستورو د سيمې په مرکز بدل شوى دى. دغه نوم د امريکا د سينما او فلمي توليداتو لپاره هم کارول کېږي. د هاليووډ نژدې ټول فلمونه په انگرېزۍ ژبه وي، چې په نړيواله کچه شهرت لري.