Jump to content

هیلا سلاسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هیلا سلاسي
هیلا سلاسي
هیلا سلاسي

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت د اېتوپيا سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) امهري ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لومړی هیلا سلاسي (د تافاري ماکونن په نوم زېږېدلی؛ زوکړه: د ۱۸۹۲ زکال د جولای ۲۳ مه – مړینه: د ۱۹۷۵ زکال د اګست ۲۷ مه) له ۱۹۳۰ زکال څخه تر ۱۹۷۴ زکال پورې د ایتوپیا سترواک و. نوموړی له ۱۹۱۶ زکال څخه د سترواکې ملکې زیودیتو له خوا د ایتوپیا د نایب السلطنت کېدو وروسته واک ته ورسېد. هیلا د ایتوپیا د معاصر تاریخ جوړونکی شخصیت او د راستافاري په نامه د جامایکا د مذهبي خوځښت له کلیدي غړو څخه و؛ یاد خوځښت په ۱۹۳۰مه لسیزه کې د نوموړي له واک ته رسېدو ډېر ژر وروسته رامنځته شو. نوموړی د سلیماني سلسلې له غړو څخه و چې ادعا یې کوله نسب یې لومړني منلیک سترواک ته رسېږي؛ باور پر دې دی چې منلیک سترواک د پاچا سلیمان او د سبا د ملکې، ماکدا زوی و. [۱][۲][۳]

هیلا سلاسي هڅه وکړه څو هېواد د یولړ سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو پر بنسټ له دې ډلې په ۱۹۳۱ زکال کې د هېواد د لومړني مکتوب اساسي قانون د وړاندې کولو او همدارنګه د غلامۍ په له منځه وړو سره معاصر کړي. نوموړي د ایټالیا-ایتوپیا په دویمه جګړه کې هڅه وکړه څو له ایتوپیا څخه دفاع وکړي خو بریالی نه شو او د ایټالیا له خوا یې د ایتوپیا د اشغال ډېره موده په انګلستان کې په تبعید کې تېره کړه. په ۱۹۴۰ زکال کې نوموړي په ایتوپیا کې د فاشېزم ضد مبارزې د همغږۍ په موخه سوډان ته سفر وکړ او په ۱۹۴۱ زکال کې د افریقا ختیځ لوري ته له لښکرکشۍ وروسته خپل هېواد ته وګرځېد. نوموړي د ایتوپیا او اریتریا فدراسیون چې په ۱۹۵۰ زکال کې د ملګرو ملتونو د عمومي شورا له خوا جوړ شوی و منحل کړ او اریتریا یې د یو ایالت په توګه ایتوپیا ته ضمیمه کړ، په داسې حال کې چې د جلا غوښتنې پر وړاندې یې مبارزې هم دوام درلود. [۴]

د سلاسي نړۍ پالونکي لیدلوري لامل وګرځېدل څو ایتوپیا د ملګرو ملتونو د منشور په غړو هېوادونو کې شامل شي. په ۱۹۶۳ زکال کې نوموړي د افریقايي اتحادیې د مخکښ سازمان یا د افریقایي یووالي سازمان د جوړونکې غونډې مشري د دغه سازمان د لومړني مشر په توګه وکړه. نوموړی په ۱۹۷۴ زکال کې د ډرګ د مارکسیستي – لینینېستي ډلې د پوځي کودتاه له امله له واکه ګوښه کړای شو. هیلا سلاسي د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۷ مه ترور کړای شو. [۵][۶][۷]

د راستفاري خوځښت د یو شمېر غړو ترمنځ، هیلا سلاسي د بایبل راګرځېدلی مسیح و چې پر باور یې خدای په کې حلول کړی. د دغه باور له شتون سربېره؛ نوموړی عیسوي و او د ایتوپیا د ارتودکس کلیسا اصولو او مناسکو ته پابند و. د راستافاري خوځښت د ۱۹۳۰ زکال په شاوخوا کې په جامایکا کې تاسیس شو چې د پیروانو شمېر یې په ۲۰۱۲ زکال کې له ۷۰۰ زرو څخه تر یو میلیون تنو پورې اټکل شوی. [۸][۹][۱۰]

یو شمېر تاریخ پوهان پر هغه باندې د هغو ځمکې لرونکو اشرافو (مصافنت) د ځپلو له امله نیوکې کوي، چې د ده د اصلاحاتو سره یې مخالفت درلود؛ یو شمېر منتقدین بیا په چټکۍ سره د ایتوپیا په معاصر سازۍ کې د نوموړي په پاتې راتلو نیوکې کوي. د نوموړي د حکومتولۍ پر مهال له هراري وګړو سره له ظلم کار واخیستل شو او هغوی اړ شول څو خپلې سیمې پرېږدي. د هغه رژیم همدارنګه د بشري حقونو د یو شمېر ډلو لکه د بشري حقونو د څار ډلې له خوا د خپل سري او غیر لیبرال دولت په توګه تر نیوکو لاندی راغلی. یو شمېر سرچینې بیا څرګندوي چې د هغه د واکمنۍ پر مهال اورومو ژبه له زده کړو وویستل شوه او په عامه چاپېریال او رسمي دفترونو کې یې ویل منع شول؛ په داسې حال کې چې هېڅ داسي قانون یا دولتي پالیسۍ شتون نه درلود چې کومه ژبه ده منع کړي. د هایلا سلاسي دولت ګڼ شمېر امهارا وګړي د ایتوپیا سویل ته کډه کولو ته اړ کړل، چېرې چې هغوی په دولتي ادارو، محاکمو او کلیسا ګانو کې خدمت کاوه. د ۲۰۲۰ زکال په جون میاشت کې د هاچالي هوندسا له مړینې وروسته د لندن په کانیزارو پارک کې د سلاسي مجسمه د اورمو لاریون کوونکو له خوا تخریب او په هرار کې یې د هغه د پلار مقبره هم له منځه یووړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

بیوګرافي[سمول]

لومړنی ژوند[سمول]

د هایلا سلاسي سلطنتي لړۍ (د پلار د مور له اړخه) د شیوا سلیماني امهارا پاچا ساهلی سلاسي ته اړوندېږي. نوموړی د ۱۸۹۲ زکال د جولای په ۲۳ مه د ایتوپیا د هرار ایالت په اجرسا ګورو کلي کې وزېږېد. د هایلا سلاسي مور د پلار له اړخه اورومو او د مور له اړخه ګورجه اجداد لرل، په داسې حال کې چې پلار یې د مور له اړخه له مهارا وګړو څخه و، خو پلرنی نسب یې لا هم د بحثونو موضوع ده. د هایلاسلاسي پلارنی نیکه د شیوا اشرافي کورنۍ ته اړوند و او په سیمین شیوا سیمه کې د منز او ډوبا ګورنر و. مور یې وایزرو («مېرمن») یشیمبت علی ابا جیفر د والو ایالت د وېرالو سیمې د قوماندان علي ابا جیفر لور وه. د هغه مورنۍ انۍ د ګورجه وراثه و. د هایلا سلاسي پلار دوک میکونین ویلډ میکایل د پاچا ساهلی سلاسي لمسی و چې یو وخت د شیوا حاکم و. نوموړي د ایټالیا – ایتوپیا په لومړۍ جګړه کې د جنرال په توګه خدمت وکړ او په ادوا جګړه کې یې مهم رول ولوباوه. هایلا سلاسي په دې ترتیب سره وکولای شول له خپلې پلرنۍ انۍ مېرمن ټنګنورک ساهلي سلاسي له اړخه چې د سترواک دویم منلیک عمه او د شیوا د سلیماني امهارا پاچا، ساهلي سلاسي لور وه؛ تاج او تخت ته ورسېږي. له همدې امله هایلا سلاسي ادعا کوله چې هغه د سبا د ملکې ماکدا او لرغونو اسرائیلو ته د اړوند پاچا، سلیمان له نصب څخه دی. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

حکومتولي[سمول]

تافاري په ۱۹۰۶ زکال کې د سلاله واکمني پر غاړه واخسته، هغه قلمرو چې حاشیوي اهمیت یې درلود او ده ته یې اجازه ورکړه څو زده کړو ته دوام ورکړي. په ۱۹۰۷ زکال کې د سیدامو ایالت د یوې برخې حاکم وټاکل شو. ویل کېږي چې هایلا سلاسي د خپلې نوې ځوانۍ په وروستیو کې له مېرمن آلتایچ سره واده وکړه او له همدغې اړیکې د ده لور شهزادګۍ رومانورک زېږېدلې. [۳۷][۳۸][۳۹]

په ۱۹۰۷ زکال کې د خپل ورور یلما له مړینې وروسته د هرار واکمني تشه پاتې شوه او د هغو اداره منلیک ته وفادار جنرال، بالچا سافو ته وسپارل شوه. په هرار باندې د بالچا سافو اداره بې اغېزې وه او له همدې مله د دویم منلیک د وروستۍ ناروغۍ او سترواکې تایتو بیتول د لنډ مهالې ادارې پر مهال په ۱۹۱۰ یا ۱۹۱۱ زکال کې د هرار د واکمن په توګه وټاکل شو. [۴۰]

د ۱۹۱۱ زکال د اګست په ۳ مه، نوموړي د لیج ایاسو د تاج او تخت د وارث له خورځې مېنن آسفاو سره واده وکړ چې له امباسل سیمې څخه وه.

مړینه[سمول]

د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۸ مه دولتي رسنیو راپور خپور کړ چې هایلا سلاسي د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۷ مه د پروستات له جراحي عملیاتو وروسته د تنفسي ستونزې له امله ومړ. ډاکټر اسرت ولدیز د عملیاتو پر مهال د دغې نیمګړتیا ادعا رد کړه او د دولتي رسنیو له خوا د هغه د مړینې لامل یې درواغ وباله. د هغه د پروستات عملیات په ښکاره توګه د دولتي رسنیو له دغې ادعا څو میاشتې وړاندې ترسره شوي و او سلاسي د خپل ژوند په وروستیو کې بشپړ روغتیايي حالت درلود. په ۱۹۹۴ زکال کې په ایتوپیا کې یوې محکمې څو پخواني پوځي افسران د ۱۹۷۵ زکال پر مهال د خپل خوب په تخت کې د پاچا په وژنه کې مجرم وګڼل. د درګ د سوسیالیستي پوځي رژیم له پاشل کېدو درې کاله وروسته محکمې دغه دولت په نسل وژنې او نورو ګڼ شمېر وژنو کې په لاس لرلو تورن کړ او ادعا یې وکړه چې داسې اسنادو ته یې لاسرسی موندلی چې ښيي د پوځي رژیم لوړ پوړو چارواکو د «فئوډالي رژیم» د رهبرۍ له امله د هایلا سلاسي د ترور امر ورکړی. دغه اسناد په مجازي فضا کې په پراخه کچه خپاره شول چې ښودله یې درګ د ترورو وروستی امر ورکړی او د پوځي رژیم مهر او لاسلیک په کې شتون لري. د دغو اسنادو رښتیا توب د درک د پخواني پوځي رژیم د یو شمېر غړو له خوا تائید شوی. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې[سمول]

  1. Page, Melvin Eugene; Sonnenburg, Penny M. (2003). Colonialism: an international, social, cultural, and political encyclopedia. 1. ABC-CLIO. مخونه 247. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-335-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Erlich, Haggai (2002), The Cross and the River: Ethiopia, Egypt, and the Nile. Lynne Rienner Publishers. ISBN 1-55587970-5, p. 192.
  3. Murrell, p. 148
  4. Ewing, William H.; Abdi, Beyene (1972). Consolidated Laws of Ethiopia Vol. I. Addis Ababa: The Faculty of Law Haile Sellassie I University. مخونه 45–46. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Karsh, Efraim (1988), Neutrality and Small States. Routledge. ISBN 0-41500507-8, p. 112.
  6. Salvano, Tadese Tele (2018). የደረግ አነሳስና (የኤርትራና ትግራይ እንቆቅልሽ ጦርነት) [The Derg Initiative (The Eritrean-Tigray Mysterious War)]. Tadese Tele Salvano. مخونه 81–97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0791596623. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. . Ethiopian Court Hears How Emperor Was Killed.
  8. "Rastafarian", Major religions ranked by size, Adherents, archived from the original on ۱۶ اگسټ ۲۰۰۰ منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: ناسم تړی (link).
  9. Barrett, Leonard E. (1988). The Rastafarians. Beacon Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8070-1039-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Edmonds, Ennis B. (2012). Rastafari: A Very Short Introduction. Oxford: University Press. مخونه 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199584529. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Meredith, Martin (2005), The Fate of Africa: From the Hopes of Freedom to the Heart of Despair. Public Affairs. ISBN 1-58648398-6, pp. 212–13.
  12. Rebellion and Famine in the North under Haile Selassie (PDF), Human Rights Watch منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود).
  13. Feener, Michael (2004). Islam in World Cultures: Comparative Perspectives. ABC-CLIO. مخونه 227. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781576075166. لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Dimbleby, Jonathan (8 December 1998), "Feeding on Ethiopia's Famine", The Independent, UK منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) (taken from Chapter 3 of Evil Days: Thirty Years of War and Famine in Ethiopia Alexander de Waal (Africa Watch, 1991).
  15. Oromo children's books keep once-banned Ethiopian language alive, 13 February 2016, لاسرسي‌نېټه February 14, 2016 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Language & Culture (PDF), خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲ منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. ETHIOPIANS: AMHARA AND OROMO, January 2017 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Bender, M. L. (1976). Language in Ethiopia. London: Oxford University Press. مخونه 187–190. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780194361026. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Scholler, Heinrich; Brietzke, Paul H. (1976). Ethiopia: Revolution, Law and Politics. Munich: Weltforum-Verlag. مخونه 154. د کتاب نړيواله کره شمېره 3803901367. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Ewing, William H.; Abdi, Beyene (1972). Consolidated Laws of Ethiopia Vol. II. Addis Ababa: The Faculty of Law Haile Sellassie I University. مخونه 1105. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. OROMO CONTINUE TO FLEE VIOLENCE, September 1981 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Country Information Report ethiopia, August 12, 2020, د اصلي تحقق من قيمة |url= (لارښود) آرشيف څخه پر July 11, 2013 باندې, لاسرسي‌نېټه September 27, 2023 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Ethiopia. Status of Amharas, March 1, 1993 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. (په 2 July 2020 باندې). Haile Selassie: Statue of former Ethiopian leader destroyed in London park. BBC News.
  25. "Deadly protests erupt after Ethiopian singer killed". BBC News. 30 June 2020. لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Ethiopians Angered At Singer's Death Topple Statue, 30 June 2020, لاسرسي‌نېټه June 30, 2020 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Pétridès, S. Pierre (1963). Le Héros d'Adoua: Ras Makonnen, Prince d'Éthiopie. 8, rue Garancière, Paris: Librairie Plon. مخونه 299. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)CS1 maint: location (link)
  28. Bridgette, Kasuka (2012). Prominent African Leaders Since Independence. Tanzania: New Africa Press. مخونه 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781470043582. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Henze, Paul B (2001). Layers of time a history of Ethiopia. New York: Palgrave. مخونه 189. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Woodward, Peter (1994), Conflict and Peace in the Horn of Africa: federalism and its alternatives. Dartmouth Pub. Co. ISBN 1-85521486-5, p. 29.
  31. Ryle, John. "Burying the Emperor". johnryle.com. Granta Magazine. لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Bailey, Wade (2007). Rastafari and It's Shamanist Origin's. Lulu.com. مخونه 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781847993250. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Greenfield, Richard (1965). Ethiopia: A New Political History. United States of America: Frederick A. Praeger Inc. Publishers. مخونه 147–148. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. S. Pierre Pétridès, Le Héros d'Adoua. Ras Makonnen, Prince d'Éthiopie, کينډۍ:P.
  35. de Moor, Jaap, and Wesseling, H. L. (1989), Imperialism and War: Essays on Colonial Wars in Asia and Africa. Brill. ISBN 9004088342, p. 189.
  36. Shinn، م. 265.
  37. Shinn, pp. 193–4.
  38. White, pp. 34–5.
  39. "Modern era". History of Ethiopia. Solomonic crown heraldry. د اصلي آرشيف څخه پر 26 سېپټمبر 2010 باندې. لاسرسي‌نېټه 12 سېپټمبر 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. Mockler, p. 387.
  41. (په 28 August 1975 باندې). Haile Selassie of Ethiopia Dies at 83. The New York Times.
  42. Asfa-Wossen Asserate (2017). King of Kings: the triumph and tragedy of Emperor Haile Selassie I of Ethiopia. Haus Publishing. مخونه 348. OCLC 987610656. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781910376645. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. . Ex-Rulers of Ethiopia Charged With Strangling Haile Selassie.
  44. ""እንኳን ሰው ዝንብ አልገደልኩም!" ኮ/ል መንግሥቱ የ60ዎቹ ባለስልጣናት ግድያ 43ኛ ዓመት መታሰቢያ". Ethio Reference. 1 November 1974. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  45. (په 27 August 2018 باندې). The real story of the last days of Emperor Haile Selassie of Ethiopia - Face2Face Africa. Face2Face Africa.
  46. Riste, Tesfaye (2009). Misekerenet Bebaale Seltanatu Andebet. Addis Ababa, Ethiopia. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  47. Wogderess, Fikre Selassie (2014). Egnana Abiyotu. Tsehay Publishers. مخونه 211, 310. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)