Jump to content

ويکيپېډيا:ويکيپروژه افغانستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
افغان ويکي‌پروژې ته ښه راغلاست
افغانستان د غيرتي افغانانو ټاټوبی دی.
ليکنې لړليکونه کينډۍ تانبې وېشنيزې لارښوونې

افغانستان لنډه پېژندنه


افغانستان، (د افغانستان اسلامي امارت) په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د آسیا په زړه کې پروت دی. په ټولیزه توګه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمه څرگنده شوې ده چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي آسیا پورې تړلې ده،‌ او دا په دې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره هڅوبيز، ژبتوکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره د د ډیورنډ کرښه فرضي پوله،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجيکستان، ازبكستان او تركمنستان سره ګډې پولې لري.نور...

نوميالی


احمد شاه بابا (په انگرېزي:Ahmad Shah Durrani) د لوی افغانستان هغه لوی او نوميالی ټولواک و، چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د «بابا» ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغان ولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارگلوۍ ځای موندلی وي. احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز = ۱۱۲۶ هـ لمريز = ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په کندهار کې د افغانستان پاچا ټاکلی شوی او د ۱۱۸۶ هـ سپوږميز = ۱۱۵۱ هـ لمريز = ۱۷۷۲ لمريز کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) په دوهمه نېټه د پنجشنبې په ورځ څاښت د کندهار د توبې غره په لمنه کې مړ او د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کې ښخ دی چې ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې تر څنگه جوړ کړی و. نور...

تاريخ


دراني سلسله په ۱۷۴۷ ز کال کې د افغانستان په کندهار کې د احمدشاه دراني له خوا تاسیس شوه. هغه ګڼ شمېر پښتنې قبیلې سره یوځای کړې او له خپلو بلوڅو متحدینو سره یې دراني سترواکي جوړه کړه، چې په خپل اوج کې نننی افغانستان، پاکستان، د ایران یو شمېر شمال ختیځې برخې، ختیځ ترکمنستان، شمال لویدیځ هند او د کشمیر سیمه په کې شاملېدل. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې بارکزي سلسله، د درانیو ځای ناستې شوه. احمدشاه او د هغه لمسیان د درانیو(چې په رسمي ډول د ابدالیانو په توګه پېژندل کېږي) له پوپلزي قوم نه و، چې په کندهار کې له هوتکي سترواکۍ وروسته یې دویمه پښتني سترواکي جوړه کړه. د اتلسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې درانیان د احمدشاه دراني د رهبرۍ له امله ډېر د پام وړ وو.نور...

جغرافيه


که څه هم چي افغانستان دپرمختيا يي هېوادنو په کتار کې نه شمارل کيږي خو سيندونه يې ددې هېواد دملي اقتصاد دپرمختيا لپاره ځانگړی ارزښت لري هغه داچې که د نوې تېکنالوژۍ او علم په اساس او د اوسني ضرورتونو او غوښتنو په پام کي نيولو سره نوموړو سيندونو باندې بندونه جوړ شي نور ډېری ګټې به ترې ترلاسه شي، چې له يوا خوا به د کښت ځمکو ته په پراخه پيمانه اوبه ترلاسه شي او له بلې خوا به پرې د برېښناکوټونو په تړلو سره برېښنا ترلاسه شي، چې د اوسنۍ پرمختللې نړۍ تر ټولو ستره اړتيا ده.نور...

کلتور

د افغانستان کلتور له دریو زریزو څخه د زیاتې مودې لپاره خپل شتون حفظ کړی دی، چې تاریخ یې لږ تر لږه په ۵۰۰ م.ز کال کې هخامنشي سترواکۍ ته ور رسېږي او د د دې هېواد د اتباعو کلتوري تنوع په بر کې نیسي. د مرکزي، سویلي او لوېدیځې اسیا تر منځ په لویو لارو یې موقعیت، نوموړی هېواد له تاریخي پلوه د تنوع په مرکز بدل کړی دی، چې د یو تاریخ پوه له لوري ورته " د لرغونې نړۍ د ګرځندځای" لقب ورکړی دی. افغانستان تر ډېره یو قبیلوي ټولنه ده چې په دې هېواد کې بېلابېلې سیمې خپل ځانګړي فرعي کلتورونه لري. له دې سره سره، نږدې ټول افغانان له اسلامي دودونو څخه پیروي کوي، د رخصتۍ یو شان ورځې تجلیلوي، یو شان جامې اغوندي، یو ډول خواړه خوري، یو شان موسیقي اوري او تر یوې معینې اندازې پورې په څو ژبو سره افهام او تفهیم کوي. د دې هېواد کلتور په پیاوړي ډول له ترکو-فارسي او هندو-پارسي کلتورونو له عناصرو سره تړلی دی کوم چې د ژبې، خوړو او کلاسیکې موسیقۍ په څېر برخو کې تر سترګو کېدای شي.

افغانی کلتور په علمي لحاظ په مخ پر زیاتېدونکي ډول په یوه خوځنده حوزه باندې د بدلېدو په حال کې دی. په ډېر راوروسته تاریخ کې، افغاني کلتور په دې هېواد کې د روان اوږدمهاله کړکېچ له امله تهدید شوی او په کلکه اغېزمن شوی دی.

غړي

ګډون کول

په دې پروژه کې د برخې اخيستو او ګډون لپاره کارن کينډۍ د {{کارن:ويکيپروژه افغانستان غړی}} په کارن مخ باندې ولګوئ. تاسو به په اتوماتيک ډول په غړو کې اضافه شئ. د يادې کينډۍ ترلګولو وروسته به ستاسې په کارنمخ باندې لاندې ډول ښکاره شي.

دا کارن د افغان ويکي‌پروژې غړی دی.
د همدې مخ حافظه سپينول