Jump to content

ګرېګور منډېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګرېګور منډېل
Gregor Mendel (جرمني )[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Hynčice (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۰ جولای ۱۸۲۲[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۶ جنوري ۱۸۸۴[۵][۶][۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې لامل
د مړينې ځای
د مړينې لامل
kidney failure (en) ژباړلnephritis (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
نامتو زده‌کوونکی
لقب
  لړۍ...
  • Father of the Modern Genetics[۱]
  • Padre de la genética
  • Padre de la genética moderna
  • Father of Genetics[۱]
  • Bavê zanista genetîkê ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
قومي ډلې
دین
جوړښت
جایزې
نور معلومات
وېب‌پاڼه

ګرېګور یوهان منډېل (۲۰ جولای ۱۸۲۲- ۶ جنوري ۱۸۸۴) هوا پېژندونکي (مېټرولوژېسټ)، ریاضي پوه، بیالوژي پوه، اګسوستنین کلیسا غړی (Augustinian friar) او د موراویا مارګراتیو (Margraviate of Moravia) په برنو سیمه کې د سنت توماس کلیسا کشیش و. منډېل د اتریش د سترواکۍ (اوسنی چک جمهوریت) په سیلیسین (Silesian) برخه کې په یوه آلمانۍ کورنۍ کې وزېږېد او له مړینې وروسته د ژنتیک د علم د بنسټګر په توګه وپېژندل شو. له دې سره چې بزرګر له زریزو راهیسې پوهېدل چې د بوټو او حیواناتو ترمنځ دوه رګه پیوند شتون لري او کېدلای شي د مطلوبو صفاتو په ګته وي، د نخود په بوټي د منډېل څېړنه چې د ۱۸۶۵ او ۱۸۶۳ کلونو پر مهال یې ترسره کړه، ګڼ شمېر د وراثت قوانین یې رامنځته کړل چې اوس مهال د منډېل د وراثت د قوانینو په توګه یادېږي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

منډېل د نخود د بوټي په اوو ځانګړنو څېړنه وکړه: د بوټي لوړوالی، د نخود د پوښ ډول او رنګ، د تخم ډول او رنګ او د هغو د ګل رنګ او موقعیت. د بېلګې په توګه د تخم رنګ، مانډېل څرګنده کړه کله چې د نسل اصلي تولیدونکی زېړ نخود له بل تولیدونکي شنه نخود سره پیوند شي د دوی ګډ ډول د زېړو نخودو دانې تولیدوي. په داسې حال کې چې د هغو په راتلونکي نسل نخودو کې یو په درې برخه شین او زېړ رنګه نخود تولیدوي. هغه د دغې پدېدي یا ښکارندې د تشریح کولو په موخه د غالب "recessive" او مغلوب "dominant" اصطلاحات د هغو ځانګړو خواصو ته اړوند وکارول. په مخکني مثال کې د شین صفت چې ښکاري په خپل لومړي نسل کې له منځه تللی مغلوب بللی او زېړ رنګ غالب. هغه خپل دغه کار په ۱۸۶۶ ز کال کې خپور کړ، چې د پټو عواملو اغیز یې – چې اوس ورته ژن ویل کېږي-  د یو ژوندي موجود د پخلي وړ صفاتو په ټاکلو کې ښکاره کړ.

د مونډېل د چارو بنسټیز اهمیت تر هغه مهاله ( له څه باندې دریو لسیزو څخه وروسته) چې په شلمه پېړۍ کې د ده قوانین بیاځلي کشف شول درک نشو. ایریخ ون تشېرمک(Erich von Tschermak)، هوګو دي وریس (Hugo de Vries) او کارل کورینس (Carl Correns) په ۱۹۰۰ ز کال کې د مانډېل د تجربو یو شمېر موندنې په خپلواک ډول تائید کړې، او د ژنتیک نوې دوره پیله شوه.[۲۰][۲۱]

ژوند او مسلک[سمول]

منډېل په آلماني ژبه ویونکې چکي کورنۍ کې، د اتریش د سترواکۍ  د ماراوین – سیلیسن (Moravian-Silesian) پولې (چې اوس د چک جمهوریت برخه ده) په هاینسیس (Hynčice) (په جرمني کې هایزندورف بی اودراو Heinzendorf bei Odrau ) سیمه کې وزېږېد. هغه د آنتون او روسین (سوېرتلیچ) ماندېل زوی و چې د ویرونیکا په نوم یوه مشره او تریسیا په نوم یې کشره خور لرله. هغوی په یوه کرونده کې ژوند او کار وکړ کوم چې له ۱۳۰ کلونو څخه د مانډېل کورنۍ ته اړونده وه (هغه کور چې مانډېل په کې زېږېدلی اوس مهال د مانډېل په نوم موزیم په کې جوړ شوی). د ماشومتوب پر مهال هغه باغواني وکړه او د شاتو د مچیو د ساتنې په برخه کې یې زده کړه وکړه. په ځوانۍ کې هغه د اوپاوا (Opava )(چې په جرمني کې ورته ټرافو Troppau ویل کېدل) په نوم جمنازیوم ته لاړ. هغه د مریضۍ له امله اړ شو چې په دغه جمنازیوم کې د زده کړو پر مهال څلور میاشتنۍ رخصتي واخلي. له ۱۸۴۰ تر ۱۸۴۳ ز کال پورې هغه د الوموک پوهنتون (University of Olomouc) د فلسفې په پوهنځي کې فلسفه او فزیک په عملي او نظري بڼه ولوستل، خو د ناروغۍ له امله یې بل کال رخصتي واخیسته. هغه د زده کړو د دوام په موخه له مالي ستونزو سره مخ شو، خور یې تریسیا هغه ته خپله مهریه ورکړه. چې بیا وروسته هغه د هغې له دریو زامنو سره مرسته وکړه چې دوه یې ډاکټران شول.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

هغه تر یوه حده راهب شو ځکه له دې لارې ده وکولای شول له لګښت پرته لوړې زده کړې وکړي. د یوه زحمت کش بزګر د زوی په توګه د راهب په توګه ژوند د هغه په خپله وینا، هغه یې " د ژوندانه د لګښتونو پوره کولو د دوامداره تشویش" څخه خلاص کړ. هغه چې یوهان منډېل نومېده وروسته له هغه وروسته چې له اګوستینین راهبانو (Augustinian monks) سره یوځای شو د ګرېګور نوم ورته ورکړل شو.[۲۶][۲۷][۲۸]

هغه مهال چې منډېل د فلسفې پوهنځۍ ته شامل شو، د طبیعي تاریخ او کرنې د پوهنځۍ مشري یوهان کارن نیستلر (Johann Karl Nestler) کوله چې د بوټو او حیواناتو په ځانګړې توګه د پسونو د ارثي ځانګړنو په برخه کې یې ګڼ شمېر څېړنې کړې وې. هغه د فزیک د ښوونکي فریدریش فرانس (Friedrich Franz) په لارښوونه په برنو کې (چې په جرمني ورته Brünn ویل کېږي) د اګوستنین ډلې سنت توماس صومعې ته لاړ او د کشیش په توګه یې په زده کړو پیل وکړ. مانډېل په عالي لیسه کې د ځای ناستي ښوونکي په توګه کار وکړ. په ۱۸۵۰ ز کال کې هغه د خپلو دریو ازموینو څخه په تقریري ازموینه کې پاتې راغی او وه یې نشو کړای د ښوونځي رسمي ښوونکی شي. په ۱۸۵۱ ز کال کې هغه د ویانا (University of Vienna) پوهنتون ته ولېږل شو څو وکولای د کشیش کیرل فرانتشیک ناپ (Abbot Cyril František Napp) په مالي ملاتړ نورې رسمې زده کړې ترلاسه کړي. په ویانا کې د فزیک په برخه کې د هغه ښوونکی کریسټین دوفلر (Christian Doppler) و. منډېل خپلې صومعې ته په ۱۸۵۳ ز کال کې د ښوونکي، په ځانګړې توګه د فزیک د ښوونکي په توګه بېرته راوګرځېد. په ۱۸۵۶ ز کال کې هغه په رسمي توګه د ښوونکي کېدو په موخه بیاځلي امتحان ورکړ خو بیا په تقریري امتحان کې پاتې راغی. په ۱۸۶۷ ز کال کې هغه د ناپ (Napp) پر ځای د صومعې کشیش وټاکل شو.[۲۹][۳۰][۲۸][۳۱]

وروسته له هغې چې په ۱۸۶۸ ز کال کې یې د کشیش په توګه وده وکړه، د هغه علمي چارې تر ډېره پای ته ورسېدي، ځکه د ملکي دولت له خوا په مذهبي بنسټونو باندې د ځانګړو مالیاتو د لګولو له امله د هغه اداري مسئولیتونه زیات شول. منډېل د ۱۸۸۴ ز کال د جنوري په ۶ مه د ۶۱ کلونو په عمر د اطریش – هنګري (اوسني چک جمهوریت) د مارویا په برنو سیمه کې د ګردو له ناروغۍ ومړ. چکي کمپوز جوړونکي لیوش یانچک (Leoš Janáček) د هغه د جنازې په مراسمو کې ارګون () وغږوه. د هغه له مړینې وروسته د هغه ځای ناستي کشیش د منډل ټول اسناد وسوزول څو د مالیاتو پر سر د هغه ټول جنجالونه له منځه یوسي.[۳۲]

د مانډېل علمي لاسته راوړنې[سمول]

د بوټو د پیوند کولو تجربه[سمول]

منډېل چې د "معاصر ژنتیک پلار" ګڼل کېږي، د صومعې په ۲ هکتاره (۴.۹ اکر) ازمایښتي باغ کې یې د بوټو د تنوع په هکله مطالعات پیل کړل.[۳۳]

د نخودو په بوټي له لومړنیو تجربو وروسته، منډېل د بوټو د اوو ځانګړونو په اړه چې له نورو ارثي صفاتو څخه په جلا ډول رامنځته شوې وې پر څېړنو پیل وکړ: د تخم ډول، د ګل رنګ، د دانې د پوښ رنګ، د پوښ ډول، د نارسېدلي پوښ رنګ، د ګل موقعیت او د بوټي لوړوالی. په پیل کې هغه د تخم ډول ته پام وکړ، چې زاویه وي یا ګرد دی. د ۱۸۵۶ او ۱۸۶۳ ز کلونو ترمنځ منډېل نږدې ۲۸ زره بوټي وکرل او ورباندې یې ازمیښتونه وکړل، چې ډېری یې د نخودو بوټي و. (Pisum sativum). دغو څېړنو څرګنده کړه هغه مهال چې د نسل د اصلاح په موخه بېلابېل ډولونه له یو بل سره پیوند شي (د بېلګې په توګه لوړ بوټي د کوچنیو بوټو په واسطه القاح شي)، په دویم نسل کې د نخودو له څلور بوټو څخه یو یې د اصیلو مغلوبو صفاتو لرونکی وي، له هرو څلورو یې دوه بشپړ دوه رګه شوي او یو بل یې خپل اصلي غالب صفات ساتلي. د هغه تجربو دوه کلیات، د توپیر قانون (Law of Segregation) او د خپلواکې طبقه بندۍ قانون (Law of Independent Assortment) رامنځته کړ، چې وروسته د منډېل د وراثت د قوانینو په توګه وپېژندل شول.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د منډېل د چارو په اړه لومړني غبرګونونه[سمول]

منډېل خپله مقاله، "Versuche über Pflanzenhybriden" (د بوټو د پیوند کولو تجربې) تر عنوان لاندې د موراویا په برونو کې د طبیعي تاریخ ټولنې ته د ۱۸۶۵ ز کال د فبرورۍ په اتمه او د مارچ په اتمه په دوه ناستو کې وړاندې کړه. په محلي ورځپاڼو کې یې په اړه څو راپورونه خپاره شول، خو د علمي ټولنې له خوا رد شوه. کله یې چې مقاله په ۱۸۶۶ ز کال کې د برونو د ویرینس د علمي ټولنې په Verhandlungen des naturforschenden ژورنال کې خپره شوه، تر ډېره د وراثت پر ځای د پیوند کولو اړوند څرګنده شوه، اغیز یې کم و او تر راتلونکو ۳۵ کلونو پورې هغه درې ځلې یاده شوه. هغه مهال د ده مقاله تر نیوکو لاندې ونیول شوه، خو اوس د یوه اساسي اثر په توګه ورته پام کېږي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰۰ ۱٫۰۱ ۱٫۰۲ ۱٫۰۳ ۱٫۰۴ ۱٫۰۵ ۱٫۰۶ ۱٫۰۷ ۱٫۰۸ ۱٫۰۹ ۱٫۱۰ ۱٫۱۱ ۱٫۱۲ ۱٫۱۳ ۱٫۱۴ ۱٫۱۵ ۱٫۱۶ ۱٫۱۷ ۱٫۱۸ ۱٫۱۹ ۱٫۲۰ Reference URL: https://www.biography.com/people/gregor-mendel-39282. Retrieved: ۲۹ اگسټ ۲۰۱۸.
  2. Reference URL: https://mendelmuseum.muni.cz/en/about-the-museum/gregor-johann-mendel. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۲.
  3. Reference URL: https://www.biography.com/people/gregor-mendel-39282. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۲.
  4. Stated in: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 10997. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۲. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. Stated in: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  7. Stated in: SNAC. SNAC ARK ID: w63t9mkh. Subject named as: Gregor Mendel. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  8. Stated in: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jk01081221. Retrieved: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ "The Fine Art Archive". لاسرسي‌نېټه ۱ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  10. Stated in: Památkový katalog NPÚ.
  11. Stated in: BillionGraves. BillionGraves grave ID: 45878033. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  12. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  13. CONOR.SI ID: 159066467. Stated in: CONOR.SI.
  14. Stated in: International Plant Names Index. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  15. Funeral card in Czech (Brno, 6. January 1884)
  16. Czech J. Genet. Plant Breed., 50, 2014 (2): 43–51
  17. 20 July is his birthday; often mentioned is 22 July, the date of his baptism. Biography of Mendel at the Mendel Museum Archived 2019-04-10 at the Wayback Machine.
  18. Klein, Jan; Klein, Norman (2013). Solitude of a Humble Genius - Gregor Johann Mendel. Volume 1, Formative years. Berlin: Springer. مخونه 91–103. OCLC 857364787. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-35254-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Gayon, Jean (2016). "From Mendel to epigenetics: History of genetics". Comptes Rendus Biologies. 339 (7–8): 225–230. doi:10.1016/j.crvi.2016.05.009. PMID 27263362. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Klein, Jan; Klein, Norman (2013). Solitude of a Humble Genius - Gregor Johann Mendel. Volume 1, Formative years. Berlin: Springer. مخونه 91–103. OCLC 857364787. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-35254-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Gregor Mendel, Alain F. Corcos, Floyd V. Monaghan, Maria C. Weber "Gregor Mendel's Experiments on Plant Hybrids: A Guided Study", Rutgers University Press, 1993.
  24. "Úvod – Rodný dům Johanna Gregora Mendela". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Henig, Robin Marantz (2000). The Monk in the Garden: The Lost and Found Genius of Gregor Mendel, the Father of Genetics. Boston: Houghton Mifflin. مخونه 19–21. OCLC 43648512. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-395-97765-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Iltis, Hugo (1943). "Gregor Mendel and His Work". The Scientific Monthly. 56 (5): 414–423. Bibcode:1943SciMo..56..414I. JSTOR 17803. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ Henig 2000، م. 24.
  29. Hasan, Heather (2004). Mendel and The Laws Of Genetics. The Rosen Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4042-0309-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "Online Museum Exhibition". The Masaryk University Mendel Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Henig 2000، مم. 47–62.
  32. Windle, B.C.A. (1911). "Mendel, Mendelism". Catholic Encyclopedia.  
  33. "Mendel's Experiments on Peas". The Masaryk University Mendel Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Magner, Lois N. (2002). History of the Life Sciences (چاپ 3, revised). New York: Marcel Dekker. مخونه 380. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-91100-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Gros, Franc̜ois (1992). The Gene Civilization (چاپ English Language). New York: McGraw Hill. مخونه 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-024963-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Moore, Randy (2001). "The "Rediscovery" of Mendel's Work" (PDF). Bioscene. 27 (2): 13–24. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 16 فېبروري 2016 باندې. لاسرسي‌نېټه 20 ډېسمبر 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  37. Butler, John M. (2010). Fundamentals of Forensic DNA Typing. Burlington, MA: Elsevier/Academic Press. مخونه 34–35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-096176-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Henig 2000، مم. 78–80.
  39. Moore, Randy (2001). "The "Rediscovery" of Mendel's Work" (PDF). Bioscene. 27 (2): 13–24. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 16 فېبروري 2016 باندې. لاسرسي‌نېټه 20 ډېسمبر 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  40. Lorenzano, P (2011). "What would have happened if Darwin had known Mendel (or Mendel's work)?". History and Philosophy of the Life Sciences. 33 (1): 3–49. PMID 21789954. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. Liu, Y (2005). "Darwin and Mendel: who was the pioneer of genetics?". Rivista di Biologia. 98 (2): 305–22. PMID 16180199. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. Nissani, M. (1995). "The Plight of the Obscure Innovator in Science". Social Studies of Science. 25 (1): 165–83. doi:10.1177/030631295025001008. S2CID 144949936. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. Galton, D. J. (2011). "Did Mendel falsify his data?". QJM. 105 (2): 215–16. doi:10.1093/qjmed/hcr195. PMID 22006558. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. Henig 2000، مم. 134–138.