په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ |
|
د خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ |
خان د خپل وخت د چاپېريال فرهنگي وضعې ته په پاملرنې سره ، د خپلې ژبې د قوت او پياوړتیا لپاره مټي راونغښتلې او د خپل بې شانه استعداد په واسطه یې پښتو ژبې ته دومره اثار تصنیف کړل ، چې پښتو ادب یې له سیمې سره سیال کړ ، لکه مخکې مو چې اشاره وکړه او مسټر راورټي یې د اثارو شمیره (۲۵۰) ښودلې ده. د خان اثار په دوو برخو ویشو :
- د خان منظم اثار
- د خان منثور اثار
خوشال په شل کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی لکه پخپله چې وایې :
په شل کاله دیگ د شعر زما په اور بار شو
په دا دور مې پوخ ؤ چې شپیته کاله مې تللی
خو دا واضح ده چې د خان لو مړنۍ شعر او بیت دا نه دی ، بلکې لو مړنۍ غز له یې په لاندې ډول ده :
عقل سل د مصلحت بنـــــــــــدونه جوړ کا
چې دعشق سیلاب پرې راشي واړه نــــــور کا
خان د (۱۰۴۳ـ ۱۱۰۰) پورې با قاعده شاعري کړې او ډېر منظم اثار یې موږ ته راپریښی دي . د ده منظم اثار په لاندې ډول دي :
د خوشال خان منظم اثار
کليات
کلياتو کې د ده ټول منظم اثار شته دي لکه
الف ـ (۸۶۰) غزلې دي چې دا غزلې لو مړۍ ځل په کابل کې په (۱۳۵۸ه) کال دافغا نستان د علومو اکاډمې له خوا په چاپ ورسیدې . دويم ځل بیا په (۱۳۵۹ه) کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ، خو دریم ځل ټول کلیات د پښتو څیړنو د نړۍوال مرکز د علمي غړی عبدالقيوم مشواڼی صاحب له خوا په چاپ ورسید . غزلونه هر اړ خیزې برخي څیړي ، تصوف ، مجازي عشق ، کورني جنجالونه ، پښتنواله ، علم ، سیاست ، او داسی نورې برخې پکې څیړل شوې دي .
ب ـ د خان په کلیات کې (۲۵) قصیدي راغلې دي . په قصیدو کې هم تصوفي برخې ، پوه او ناپوه ، د اصیل او کم اصل په باب قصیدې ، د دنیا د بی وفا یې ، نعمتونه ، له خپلو زامنو نه بیزاري ، دحضرت محمد (ص) صفت او داسې نورې برخي هم پکې شته دي . [۶]
ج ـ رباعیات : د خوشال خان په کلیاتو کې (۱۶۰۴) رباعي راغلې دي ، خو یوه بله ځا نکړنه چاپي مجموعه هم لري ، چې يه (۱۳۴۹) کال چاب شوې او (۱۶۷۴) رباعي پکې دي .
د ـ دده په کلیاتو کې د (قطعاتو) ځنې برخي هم شته ، چې نږدې (۴۰۵) قطعې کيږي او له دوه بیتو څخه نیولې تر پنځو بیتو پورې قطعې هم لري .
د ـ د خوشال په کلیات کې یو مثلث هم راغلی دی او نور صنفونه یې متفرق دي چې په هغه کې (۲) مر بعې ، یوه مثنوي ، څلور مخمسه ، دوه مسدسونه ، یو معشر ، یو ترکیب بند ، یو ترجیع بند خوندي دی . دا د خوشال د اشعارو شکل وو ، خو د ده د اشعارو منځپانگه ( محتوا ) لږه برخه کې هم هر نگه اشعار لري . د استاد محمد صدیق روهي په خبره :
د خوشال اثارو او اشعارو کې هر ډول مضامین پیدا کیږی لکه : عشقي ، اجتماعي ، سیاسي ، فلسفي ، علمي ، عرفاني ، تربیوي ، تاریخي ، انتریالوجیکي ، مذهبي ، طبي ، جغرافیایې ، نجومې ، هزلیات او داسې نور .
فراقنا مه
فراقنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی او دا اثر خان هغه وخت خپور کړی ، چې کله دی د مغلو په چل ول باندې په پیښور کې نیول کیږی او د رنتبور زندان ته بیول کیده . د قید په دوران کې یې د فراقنامې څخه بې غیر نور اثار هم لیکلي چې هغه به پخپل ځای کې شرحه شي .
فراقنامه د یو څو مثنویاتو او غزلونو ځنی جوړه شوې ، چې دغه دوه ييزې ( مثنویات ) د فراق او مسافرۍ په حالت کې خپل کور ، کلی ، ټبر ، اولاد یادونه ، دوستانو او د هېواد په یاد کې هغه ساندې ، د سوز او درد نه ډکي غاړي دي چې د پنجرې بلبل پر خپلو مصيبتونو او کړاونو ډکو حالتو کې ویلي دي . د فراقنامې اشعار ، په تېره بيا دوه ييزې ( مثنویات ) داخلې راواني ، د فراق او دردناکو حالاتو کې یو داسې داستان دی ، چې نه یې لوستونکى له اثره بچ باتې کیدای شي او نه اوریدونکی . د خپل کور ، کلي ، ټبر یادونه کوي.[۷]
بازنامه
بازنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی ، چې د ښکار په اړه لیکل شوی ، یانې د بازانو سا تلو ، روزلو او نیولو په اړه لیکل شوى دى. په دې اړوند خان وایې :
دجهان واړه تحصیل به زما ؤ
که اخته نه وی د ښکار په اشتغال
(۱)
خان ته د تورې او ښکار هنر دواړه د مشرانو نه ورته پاتې دی لکه چې وایې :
که د تورې که د ښکار دا دوه هنره
راته پاتې تر ابادي لـــــــــــــــه پدره
(۲)
یا :
خدایه ته په زړه کې اچوی دا میني
چې په ښکار دی مبتلا کړم ته مې وینی
(۳)
بازنامه د ښکاري مرغانو ، شاهین ، باښې ، گوربت او باز په اړه د مکملو مالوماتو په لړ کې د ښکاریانو لپاره یوه ښه گټوره کتابچه ده چې (۷۴) فصلونه لري او د مثنوي په طرز لیکل شوی دى . خوشال باز نامه په شپږو ورځو کې په کال (۱۰۵۸ه) کې ولیکله چې ټول بیتونه یې (۹۱۹) ته رسیږي .
سوات نامه
سوات نامه هم منظوم اثر دی چې د مثنوي په ډول لیکل شوى او ټول بیتونه یې (۹۳۹۱) ته رسیږی . په دغه کتاب کې دسوات د خلکو یادونه شوې او د سوات جغرافیه پکې تشرېح شوې ده . په سوات نامه کې د خان هغه سفر ، چې سوات ته یې کړی وو دا له بهرنیو سفرونو ځنی گڼل کیږی ، پکې راغلی او همدارنگه د جغرافیې برخه ، اقتصادي ، سیاسي ، کلتوري او ادبي برخې پکې د سوات ذکر شوې دي . خوشال بابا سیاسي حالات څومره ښه بیانوي ، او په څومره خوږه ژبه د تورې بیان کوي :
داهم شکر چې مې وتړله تـــــوره
زما توره په جهان شوله مشهــوره
(۴)
یا :
د مغل دپاره ما تورې وهـــــــــلی
پښتنو به راته کړی ډیری کنځـــــلی
(۵)
کلتوري برخې هم ده ستایلې چې د لاندې بیت ځنی ښه څر گندیږی ، د کتانونو د ټوکر یادونه په څومره خواږه انداز کې کوي :
هغه ځای چې درښتیا مهتاب ښکاره شي
د کتانو تار او پود ښکاره ښــــــــــکاره شي
(۶)
فضل نامه
فضل نامه هم د خان یو بل اثر دی . ددغه کتاب منځپانگه دیني او فقهي مسایل تشکیلوي . د شکل له مخې د مثنوي په ډول لیکل شوې چې (۴۰۰۰) بیتونه لري .
حالنامه
د خان یوه کوچنۍ منظومه رساله ده چې ټول بیتونه یې (۷۲) ته رسیږی او دغه اثر لو مړۍ ځل د حبیب الله رفیع له خوا میدان ته راووت . په دغه اثر کې فلکور ته هم پکې ځای ور کړ شوی دی . لکه چې وایې :
تصدیق خیرات یې واوره
بلا اړه وی له کـــــــوره
(۱)
طب نامه
لکه ځرنگه چې یې له نامه نه څر گندیږی ، دا کتاب د صحت او روغتیا په اړه لیکل شوی او د هرې ناروغۍ لپاره پکې ډېر ښه دارو درمل ښودل شوي او ښه نیت په دوا کې عبادت گڼی لکه چې وایې:
په داروکې چې ښه نیـــت وي
دارو نه وي عبـــــــادت وي
(۲)
په طب نامه کې د سترگو ، سر ، نیم سری ، ټوخي ، قبض او د نس خوږی دارو ۰۰۰ پکې شته دي . سربېره پرې دې خوشال بابا منظومې ژباړې هم کړې دي ، لکه نام حق چې د مولوي شرف الدین بخاري تالیف دى او خان په (۱۰۶۶ه ق) کال کې په پښتو نظم اړولی دى. په دغه کتاب کې د روژې ، نمانځه ، او غسل عمده احکام بیان شوي دي . یو بل اثر (ژباړه) یې اخلاقنامه ده چې د حسین واعظ کاشفي اثر دی او خان ژباړلی دی . دا د خان منظوم اثار ول . اوس به یې منثور اثارو څخه هم لنډه غونې یادونه وکړو .
د خوشال خان خټک منثور اثار
دا چې د خان منظوم اثار له خپلو فکري ، هنري ځا نکړنو څخه بر خوردار دي نو همدارنگه یې منثور اثار هم دغه ځا نکړنی لري او مو نږ ته یې په نثر کې هم دومره څه بر یښی دی چې دموضوع ارزښتمنی یې تر منظومو اثارو څو چنده ده . دده منثور اثار یې په لا ندې ډول دي :
بياض
د خوشال د منثورو لیکنو په برخه کې یو هم بیاض دی چې په دغه کتاب کې هم هغه متفرقې ليکنې راغلې دي چې په بیلا بیلو وختو نو کې یې لیکلې لکه : سفري ، جنگي ، شخصي او کورني حالونه ، وصیت نامه او ان نورې تاریخي پیښې پکې راغلې دي او افضل خان ختک يې هم په تاریخ مرصع کې یادونه کړی ده نو ځکه د خان دغه اثر ځانکړی ښودل شوی دی ، خو استاد رفیع دغه اثر چې په تاریخ مرصع کې ذکر شوی ، په بیلا بیلو بر خو ویشلی لکه:
- هند کوه نامه : بلخ او بدخشان د سفر گذارش دی چې د یوه يونليک (سفر نامې) حیثت لری او په پښتو کې تر ټولو زړه سفر نامه همدغه ده .
- ځان نامه : نسب نامه او تاریخ نامه درې نورې ليکنې دي ، چې د خان له عمده اثارو څخه گڼل کیږی .۲
د ستار نامه
دستار نامه د خوشال یو منثور اثر دی . د کتاب په سر کې د لونگۍ د وړ توب په باب سریزه لری چې دی وایې :
چې دستار تړي هــــزار دي
ددستار سړي په شمــار دي
وروسته د سریزې څخه ده بابه هنرونه او خصلتونه راغلي دي ، شل هنره او شل خصلتونه پکې بیان شوي دي . په هنرونو کې د ښکار هنر ، د کرنې هنر ، د مو سیقۍ هنر او په خصلتو نو کې د مشورې ، انصاف ، انتظام ، او غیرت خویونه راغلي دي .
په دستار نامه کې سیاست ، تدبیر ، اخلاق ، پوهه او پښتونولي دا ټول یو ځای شوي دي او د پښتو په ښایسته جام کې يې ځان ښکاره کړی دی .
ساغتنامه
د ساغتنامې نوم د لومړي ځل لپاره استاد حبیب الله رفیع یاد کړی او په دغه اثر کې د ښه او بد شاگوم په اساس داونۍ بیلا بیل سا غتونه ویشی او یوه کو چنۍ رساله ده .
دا ول د خان منظوم او منثور اثار . اوس یې د هغو اثارو څخه یادونه کوو چې فقط نومونه یې مونږ ته راپاتې دي.
- هدایه (د دغه کتاب نوم محمد هوتک په پټه خزانه کې راوړی یو فقهی کتاب دی)
- ریاض الحقیقت
- فراقنامه
- آینه
- رساله مناظره
- کفایه
- د سورت یوسف تفسیر
خان نه یوازې په پښتو ژبه پوهیده ، بلکې په دري یې هم لیکنې کړې دي س د (نظم او نثر ) که چیری دري شعرونه را غونډ کړی شی نو یو وړ دیوان به تری جوړ شي .
د پرو فیسور مارگنسترن په نظر چې وایې : ((دفارسی ژبی په لویو شاعرانو په منځ کې هیڅوک نشته چې هغه د خوشال خان سره د فکر په ژوروالي او د شعر د ترنم په هم آهنگی کې برابري وکړي )) (۱)
د خان ددې اشعارو په باب ویلی شو چې تر څلور کټگوریو لاندې دي : غزل ، قصیده ، رباعي او شیرو شکر .
عبدالحی حبیبي د خان دري غزل اووه یاد کړي دي ، خو رسا صاحب څلویښت یادکړی هغه هم رادیف و(الف ـ ی ) پورې لکه چې وایې :
پیر ما از می پر ستي فـــــر ما ید مرا
الله الله وقت گل این تو به مشـــا ید مرا
د خوشال په دري اشعاروکې تر اوسه یوه قصیده لاس ته راغلې ده . د کاظم اهنگ په نظر یوه اخلاقي ټولنیزه قصیده ده همدارنگه یې څلور رباعی گاني هم ثبت شوې دي . بل د خان ملمع شعرونه دی چې پخپله یې کلمات په ډیره ماهرانه او صحیح توگه کارولي ، چې ښه او په زړه پورې مانا ورکوي لکه چې وایې :
افغان بچه شوخی هر گز په عا شق باندې
لطفی نکنی رحمی داهم کله څوک کا ندي
د خان ټول دری اشعار چې مونږ ته رارسیدلي (۳۷۷) بیته کیږی چې له هغې جملې څخه (۴۵) غزلې دي . د پښتو ادب بابا ستر خوشال نه یوازې په دري شعر ویلی ، بلکې په دري ژبه باندې نثر هم لري چې یو اثر بازنامه هم په دري نثر لیکلې او دغه اثر د زلمي هیوادمل له خوا په خراسان مجله کې په چاب رسیدلی دی .(۱)
ددغه عنوان په اخر کې ویلی شم ، لکه څرنگه چې مې مخکې هم اشاره ورته وکړه ، د خان اشعار د محتوا له نظره او یا د مضمون او قالب له پلوه ډیر زیات بدلون لري . دده په اثارو کې ټولنیز ، مذهبي ، طبي ، جغرافیوي ، نجومې ، فلکلوري ، او داسې نورې برخې راغلې دي ، خو د شکل له پلوه دده په اشعارو کې مثنوي ، رباعي ، مربع ، مخمس ، مسدس ، معشر ، ترکیب بند ، ترجیع بند ، قطعه ، غزل ، قصیده او داسې نور مو ندلی شو . دده په هر کلام کې بدیعی ښکلاوې لکه : تجنیس ، طباق ، مراعات النظیر ، ترجیع ، تنسق الصفات ، اقتباس ۰۰۰ ۰
په نثر کې هم ډیرېی ښکلاوې شته او د مسجع نثر او معاصر نثر تر منځ دده نثر د پلی حیثت لري او همدارنگه ده په اثارو کې د اخلاقو او عاداتو تر سرلیک لاندې لیکنې کړې دي لکه : د لمونځ اودس ، د روژې ډیره پابندي ، سخاوت ، ۰۰۰۰
همدارنگه خان صاف گویي ، د ټوپک ، غشي ، باز او هر قسم ښکار کولو، اسونه به یې ډیر ساتل ، د کتاب ، سرود ، او ښایست ډیر مین وو ۰
د خوشال داشعارو سبک
د پښتو ادبياتو په تاريخ کې که څوک د شعر د خوږوالي ، جامعيت ، تنوع او ډيرښت په لحاظ دلو مړۍ پيړۍ په سر کې د ليدو وړ وې ، نو هغه خوشال خان دی چې دده په شخصيت کې د تورې او قلم ښيگڼې دواړه سره نغښتې دي . د ځينو پوهانو په نظر ، کله چې خوشال خان په پښتو ليک پيل کاوه ، دا هغه ورځي وي چې پخپله د خوشال په قول پښتو لا همهغسې بکره پاتې وه او په نثر کې هم کوم مستند ليکدود نه وو ، خو د خوشال ځنې مخکې هم چې کوم نثر موجود وو ، هغه پير روښان د خيرالبيان مسجع او فني نثر و خوشال د لومړي ځل لپاره پښتو په خلکو وپيژندله او پښتو ځکه بختوره ده چې تر روښان وروسته يې د خوشحال خان غوندې يو ستر ليکوال پخپله غيږه کې وروزه چې دغه اديب پخپل کړکيچن ژوند کې له يوې خوا توره په خلکو منلې ، خو له بلې خوا ده په ادبي ډگر کې هغه اتلولۍ کړې ، چې له مړينې نه وروسته يې په ټوله پښتو نخوا کې ساری پيدانه شو ، نو ځکه دی وايي :
دخوشال قدر که اوس په هیچـــا نشتــه
پس له مرگه به یې یـــــاد کا ډیر عالم
رښتيا هم د خوشال قدراوس خلک کوي ، ځکه د داسې يو لوى او نوميالي شاعر يادونه خو هر څوک کوي ؛ لکه مخکې مو چې اشاره وکړه ، خان په پښتو شعر کې ځانته ځانگړى سبک لري عشقي ، ټولنيز ، فلسفي ، وطني ، اخلاقي او حماسي اشعار ډير لري . د انساني فضايلو او پښتنوالي ښيگڼو په بيان کي دی يو پوره اخلاقي او حقيقي اديب دی .
د خوشال شعر د مانا او مضمون له پلوه دومره جامع دی ، چې موږ ده ته د ادب استاد او پيشوا ويلای شو . خوشال په عشقي او بزمي اشعارو کې استاد دی ، يو پوخ فيلسوف دی ، وطني اشعار يې داسې خواږه او خوندور دي ، چې د پښتنو مينه يې په فطرت او خټه کې اخږلې وه . د هېواد مينه ، محبت او عشق ځنې څر گنديږي اخلاقي ، اجتماعي ، او حياتي اشعار يې هم خورا لوړ دي ، په رزمې اشعاروکې هم دده په څير بل ويونکي نه لرو نو دی حق لري چې ووايي:
ما خوشحال چې په پښتو شعر بیــان کړ
دپښتو شعر به اوس په آب و تـــــاب شي
د خوشال شعر خوږ او خوندور دی ، نوي مضامين د شعر په ژبه ويلاي شي ، ويناوې د پښتو د خوږي محاورې سره سمه ده او اشعار يې تر څلويښت زرو بيتو پوري رسيږي . خوشال د پښتو يو نامتو ، توريالى او جنگيالى شاعر دى . دى لکه څنگه چې د شعر او ادب استاد دى ، هماغسې د ميدان بريالى قوماندان هم دى . خوشال خان حماسي اشعار په داسې انداز ، کفيت او کميت کې ويلي ، چې پښتو شاعرانو کې بل چا نه دې ويلي . دده کلام جنگي برخې ډيري لري ، چي دده د پښتونولۍ ملي روح ځنې څر گنديږي نو ددغو خصوصياتو په لرلو سره ويلاي شو ، چې د خوشال خان سبک بزمې او رزمې دي د گټو اساس هم توره او ميړانه گڼي او دا عقيده داسې ښکاره کوي :
کل کتنه ده د تورې که کابل دی که کشمیر
میړني دي چې یاد یږی په سندرو یا په ویر
بل ځای د تورې او توریالیتوب په هکله داسې وایي :
چې څر گنده سربازي کا نــــدې د تورو
زه خوشحال خټک تر هسې هنــر جــــار شم
د خوشال په شعر کې دده ريښې ، فلسفې او تصوف افکار هم څرگنديږي او دا ښکاره کوي چې دى زموږ ملي اديب ، پوخ فلسفې هم وو او د تصوف څخه هم بې برخې نه وو . خوشال د پښتو ادب پر اسمان لمر او دى د خپل ډير مشهور سبک مؤسس دى . ده په پښتو کې يو لوى مکتب پرانستلى چې ډير نوميالي شاگردان ورځنې راوتلي دي . د خوشال سبک په پښتو کې ډيره ښکلا او ډير شهرت وموند او د پښتو په سبکونو کې يو غوره ډول او مهم سبک گڼل کيږي چې دادبې فنونو ډير مراعات پکې شوى دى او اشعار يې هم ډير خواږه او هم د صفت په گاڼه ښکلي دي.
د سبک خواص يې
- د ده سبک پښتو شعر ډیر پراخه کړو ، پر غزل سربېره ، قصیده ، مثنوی چې د خوشال تر مخه ویل شوی او ده نور ټول د عربي او فارسي د شعر اقسام په پښتو وویل .
- د ده په سبک کې هر ډول صوفیانه ، اخلاقی ، فلسفی ، فکاهی ، مضامین مدخله او اجتماعي خبرې شته .
- په دې سبک کې د پښتو ، پښتونولۍ ، د پښتني اخلاقو او ملي ولولو روزنه هم شته .
- د خوشال په سبک کې اوږدې بوللې ( قصیدې ) پر یوه موضوع ، چې شاعر غوره کړې وي ، هم شته .
- په دی سبک کې بدیعی صنایع تر دا زمان گد شول ، خو په هغه اندازه نه لکه حمید بابا چې پکې راوړی دی.
- حماسی احساسات پخپله خوشال په دی سبک کې راوړل .
- هجوه او غندنه هم پکې لیدل کیږی چې مخصوصا مغلبانو ډیره هجوه او غندنه یې کړی ده او په اشعاروکې يې نوې کليمه راوړه چې هغه مغولواله ده .
- د خوشال د مکتب په اشعاروکې ډیر حکیم او نصایح او فلسفي مطالب شته چې د ژوندون نری نری اسرار او حقایق پکې ویل شوي دي .
- دادبي قیمت له پلوه دا سبک تر ټولو جامع او ښه دی ، هم یې زمان خوا قوی او هم یې شعری خوا بده نه ده .
- په تخیل کې هم دا سبک ډیر ښه او په زړه پورې دی ، خورا لوړ او له نزاکته ډک شاعرانه تخیلات پکې شته .
دا یې د سبک خواص وو . خو خوشال نه یوازی په پښتو شعر کې د نوي سبک موجد بلل کیږی ، بلکې په نثر کې يې هم یو نوی سبک منځ ته راوړی ، ځکه چې دده څخه مخکې د پیر روښان مسجع نثر دده دغه نثر بیخی سادگۍ او روانۍ ته راوست چې هر څوک ښه پرې پوه شي . ددې خبرې اثبات پخپله له (بیاض او دستار نامې ) نه ښه ښکاري . نو په دی سبب ورته د پښتو پلار ویل د حقیقت او واقعیت سره مناسبه او په ځان خپره ده .
د خوشال د سبک پيروان
خوشال حټک د (۷۸) کالو عمر په لرلو سره د پښتو په کلا سیکو ادبیاتو کې د روښانه او هر اړ خیزه ایجادیاتو په وسیله د یوه پوره ادبی مکتب بنسټ ایښی دی او نږدې شلو تنو شاعرانو ، لیکوالانو ، پوهانو او مورخینو دده دادبي مکتب پیروي کړې ده .
هغه مواد چې وکولای شي د خوشال ادبي مکتب او دده د پیروانو په اړه معلومات وړاندی کړي ، ډیر لږ په افغانستان کې پیداکیږي ، که څه هم ځینو دیوانونه دده چاپ شوي ، خو تر اوسه یې ټول اثار د چاپ ډگر ته نه دي راوتلي .
دده پیروانو دده د مکتب څخه د شکل او مضمون له پلوه پیروي کړې چې ځیني په لاندې ډول درېپېژنو :
د خوشال خټک پیروي نه یوازې دده د کورنۍ شاعرانو کړې ، بلکې نورو شاعرانو هم دده د لارې پیروي کړې او د سبک پیروان یې گڼل کیږی . پښتانه لیکوال او نور څېړونکي دغه لوی ازلي کاروان بولي او د هغه سپه سالار لارښود خوشال خان خټک بلل کیږي .
۱- اشرف خان هجری
۲- عبدالقادر خان خټک
۳- سکندر خان خټک
۴- صدر خان خټک
۵- کامگار خان خټک
۶- دوست محمد خان خټک
۷- علي خان خټک
۸- عابد خان خټک
۹- افضل خان خټک
۱۰- اکبر خان خټک
۱۱- جمیل خان خټک
۱۲- حلیمه خټکه
۱۳- خوشال شهید
۱۴- گوهر خان خټک
۱۵- غلام محمد
۱۶- توتیا خټکه
۱۷- سعدالله خټک
۱۸- معاذالدين خټک
۱۹- نواز خان
۲۰- یحی اخونزاده
۲۱- خواجه محمد بنکښ
۲۲- عاصم و فتح علی
۲۳- ابوالقاسم عثمان
د خوشال په اشعارو کې د ښځې انځور
ددلـبرو پـه ســــــتا یـنــه |
|
ما پخه کړه خپــــــــله ینه |
نا تر سي ددیو گــــــــوره |
|
چې په حال نه کا پو ښتنه |
که د خوشال شعر او نثر ته يو څيړنپوه ښه ځير شي او څه ناڅه څيړنه پکې وکړي دا به هم ورته جوته شي چې خوشال هم په فارسي او عربي ژبو کي هم ښه پوره او ژوره مطالعه درلوده او يو ستر عالم و، چې ددين ، مذهب او فقهې څخه پوره خبر او ښي دينې زده کړې يې سرته رسولې وې او ددې سره په څنگ کې يې لکه څرنگه چې معلومه ده د پښتو شاعرۍ په داسې حال کې زيږيدلی دی، چې پښتو شاعرۍ باندې د فارسي شاعرۍ خوند خورا ډير پروت وو او پښتنو ته د داسې يو لوی اديب پېداکېدنه ډېره اړينه وه، چې د خپلو لوړو خيالونو ، ژوند پوهې او سترو فکرونو څر گندونه په ډير زړه ورتيا سره وکړي او پښتو ژبه د نورو ژبو په کتار کې ودروي خوشال بابا زما په فکر د يو ستر پښتون او ځيرک ژبپوهاند په توگه دا ډير ژر درک او حس کړي چې پرته له خپلې مورنۍ ژبې څخه په بله ژبه باندې شعر کاميابي نه لري ځکه يې خپل ډېر شعرونه په خپلې مورنۍ ژبه ويلي دي .
د خوشال بابا په شعر او شاعري باندې ډيره څيړنه شوې او دومره کتابونه پرې ليکل شوي ، چې دالړۍ تماميده نه لري . څو چې علم او ادب وي د خوشال په شعر او ادب باندې به څيړنه کيږي.
د خوشال بابا په اشعاروکې د ښځې ، تورې او ښکار يادونه ډيره شوې ده او همدارنگه د شهۍ او معشوقې د ښايسته ونې او ښکلي قد پخې غوټۍ هم په ځانگړي ډول سره راغوړيدلي ، ورته په موسکا شوې دې ، په تازه نارو او غلبلو يې له ډيرې ژورې مينې سره خپل معشوق انځوروي . اوس هم شاعران او اديبان هڅې او هاندونه کوي چې پخپلو اشعارو د معشو قې سراپاته يو ښکلی انځور ور کړي او ښايې ډيرو شاعرانو دغسې رنگينې ټوټې پنځولې وي.
که د خوشال کليات هر څيړونکی مخې ته کيږدي نو ډير ژر به ورته معلوم شي چې هغه جنگي خوشال چې غروراغو کې د زمري په شان په ميړانه گرځيدلی لږ وروسته دشيراز دسيمې د هزار دستان بلبل په زړه خوشحالونکې او د سوز او گداز په غزلو گډهم در معلوميږي .
لکه څر نگه چې مو مخکې يادونه وکړه ، د ستر خو شال بابا د اشعارو يوه مهمه برخه د ښځې او شهۍ ستايل دي او د هغوی د حقوقو سره سره يې دومره توصيف کړی چې پخپله له لوستونکي نه لار په کې ورکه شي . خوشال بابا عموما ښځې په څلورو برخو ويشلې دي او د هرې يوي تعرف يې د شعر په ژبه بيان کړی دی او هغه دادي:
گل فامې
دگل فامې ښځې په اړه هم خوشال بابا په زړه پوري ستاينه کړي ده او وايې چې بورا غوندې څرخيږي يعنې لکه څرنگه چې بورا په گل باندې گرځي نو گل فامه هم په دې شکل ده او د نيلوفر غوندې تن لري . وگوري دغه صحنه څومره ښه انځوروي :
گل فامې ديدهغه چې نيلوفر غوندې په تن وي
له تنه يې ښه بوي درومې بوراغوندې څرخېږي
خوشال بابا د گل فامې ښځې په باب وايې چې غټې سترگې تورې ، لوي باڼه نري نري وريځې ، غونچې په څېر يې خوله سر يې گرد او نرۍ پوزه لري او همدارنگه باړخوگان يې هم د گل په څېر ښکاريږي لکه وايې چې :
ښې غټې تورې سترگې لوي باڼه نرې يې وريځې
که پاڼ خوري که شراب خوري ترې مرې يې ښکاره کيږي
غونچه غوندې خوله تنگه سريې گرد نرې يې پوزه
باړخويې لکه گل دچمبيلي سپين نازک ځلېږي
خوشال ددغو ښځو (ملا) زلفو ، لېچو ، کوتو ، گيډي ، خوب ، قامت ، او د وجود هره اعصايې په ډېره هنرمندانه توگه ياد کړي او ډېره ښکلې وينايې په دا ډول تعريف کړې دي لکه چې وايې :
پلن وچولې سرې شونډې هسک خال يې په دنخ کې
واړه هموار غاښونه په خنداکې سپين برسيندلي بريښيږي
ښې سپينې ډکې لېچې گرد ورغوي اوږدې گوتې
هرځاي ته يې چې گورې هيڅ لقب پرې نه جوړيږي
دتيوسر يې تورقي چې هلک سينه کشاده
په قدسمه شابسته سم الفسي چې ودريږي
دسرويښته يې تور نرې اوږدې ولول يې ذلفې
په ځان لکه باغکه چې ويښته پرې نه نمايږي
ډېر خوب لږ يې خوراک گيډه يې ناسته ملا نرۍ
راست په کې نامه څخه په گوته څرگنديږي
لږقهر عقل منه کم د خوله مهر باڼه
ساره خولږه خندا هم په شونډوکې موسيږي
دادگل فامې ښځۍ صفت و په دوهم قدم کې يې دنېک فرجامې ښځۍ صفت بيان کړي دي .
نېک فرجامې
خوشال بابا دا ښځې هم د گل فامې په څېر گڼلي خو دا ښکاره کوي چې گل فامې ښځې په دوه خاصيتونو کې د گلفامو سره فرق لري او نور ټول اوصاف د گلفامې لري که ويښته دي که ملا ، که شونډې ،که گېډه که قد که باړخو ...اوداسې نور دي . هغه دوه صفتونه دادي چې يو د بودا غوندې نه دي او بل د نيلوفر شکل نه لري وگورﺉ دنېک فرجامې ښځې صفت د شعر په ژبه يې څومره ښه بيان کړي .
گل فامې خومې ووې نېک فرجامې درته ستايم
په حسن په ښايست کې وگلفاموته رسيږي
دادوه توکه يې نه وي چې بوراباندې څرخيږي
ياپان خوري ياشراب خوري ترمرې يې ښکاره کيږي
ويښته يې په وجودبانديهملږوډېرليدل شي
نه زږه وي نه بدرنگهپه وجوديې ښه جوړيږي
خوراک په اندازه خوري خوشبويې لکه ځان وي
لږخوب کاډېره لامبي په ستر سهار ويښيږي
مينه يې په هوس وي خنداوبريښيوه ناکه
په لوبوپه سندروپه سروديې زړه خوښېږي
نه غم نه دلگيري کاهميشه تروتازه وي
پخپلوسهيليومينه کاباندې خوږيږي
دخپل مېړه په بره ښه په هره چانازيږي
په نيت جوړه په پشت جوړه ظاهر باطن يورنگه
دنېک خبره هم په ډېر ضرور په ډېرناکام کا
په دروغ خويې هرگز په خوله په ژبه نه جوړيږي
په خوله پاکه په زړه پاکه بې وېرې بې وسواسه
په غولي په جولي چې هيڅ ناپاکه نه تېريږي
له ځانه يې ښه لوي دگبينه غوندې خوږ درومي
دخول وته يې زړه دخپل مېړه په رضاکيږي
(خوشال کليات ۶۰ مخ)
او دريم ډول ښځې يې د دوه دامو په نوم يادې کړي دي.
دوه دامې
دا ښځې د ټولو يانې د نيک فرجامو او گل فامو سره ښکاره توپير لري هغه اوصاف ، چې دغو دوو ډولونو (گلفامې ، نيک فرجامې) لري، دغه يې نه لري او د هغې برعکس دي، يانې بدگويه دي، بده ژبه لري، په خبرو باندې نه شرميږي ، او د ليوه په څېر يې د خپل ځان ځنې يې بدبوي ځي ، په خوړلو هم نه مړيږي او داسې نور صفتونه يې هم کړي دي؛ لکه ، چې وايي:
د دوه دامو ورته وکړم راته غوږ کړه
په زړه کلپه ناغه په خبرنه شرميږي
بدگويه بد زبانه ډير وي لږ خبره
ځان تود بوي يې له ځانه د ليوه غوندې بهيږي
ونسته چې دځان ځيږه د تن هم ځږه کر لنډه بد رنگي
يکدله گيډه وره په خوړلو ته مړيږي
همدا ډول د دوه دامو ښځو په اړه وايي، چې داسې دي، نه پت گوري، نه عزت گوري او نه شرم گوري، لوى او هلک پسې گرځي، ښه کارونه يې پرېښي او په بدو پسې منډې وهي په بدو کارونو بوخته وي، د تل لپاره يې دغه بده لاره تعقيب کړې وي.
کله د زيارت د سير په بهانه او کله د بازار په بانه او کله د نور څه په بهانه وځي او نور خپله فاحش کارونه سرته رسوي خو بل آخر دغسې ښځې ډېرې په بدو يادې دي، تاسو يې د خوشال خان په شعر کې وگورﺉ، چې څومره ښه انځور يې کړي دي:
ميوه، لونگ، جايغل پدر يې غرض نه وي
تروه ترخه سونډ مونډ بلا بتر نه يې زړه کيږي
چې تاو خارښت ورپاڅي ناکراره شي ښوريږي
که لوي وي که هلک وي وهر چاوته قهريږي
نه پت گوريو نه شرم نه يې حق وته نظر وي
دخپل ميړه په غېږ کې زړه يې نورو ته پړقيږي
(دخوشحال کليات ۶۶۰ مخ)
خوشال خان دغه ښځې ډېرې بدې يادې کړي او دا يې هم ويلي دي ، چې مخ يې تور دى ، ځکه چې کله خپل ميړه غواړي نو ځان مريض بولي ، کور ، کلى ، له گاونډيانو سره په نورو حالاتو کې په بدو څيزونو ، افعالو ، بده خوله او نورو بېلا بېلو بدو کارونو باندې مشغوله وي او له هغوى نه خوند اخلي.
فيل اندامې
خوشال خان دغه څلورم ډول ښځې هم د دوه دامو په څېر او يا دهغې ځنې بترې يادي کړې دي، چې وايي: د فيل په څېر خوراک، څښاک کوي په مينه محبت باندې نه پوهيږي، يو دروند اواز لري، قهرجنې وي، په ښو خبرو هم بې ځايه په قاريږي، د بل خندا بده پرې لگيږي، غټې شونډې ، غټ مخ، پلنې وروځې،وړې سترگې،لوي سر، ځږه وېښته او په قهر ککړ ې ښځې وي، دغسې او دغو ته ورته نورې بدې ځانگړنې لري.[۸] [۹]
خوشال بابا د فيل اندامو او دوه دامو ښځو نه بيخي بېزاره شوي دي او هم د هغوي مخونه يې تور ښودلي دي خودا يې هم ډېره کړې ، چې په افغانستان کې دغه دغه ډول ښځې نه شته بلکې په چين ، هند او نورو هېوادونو برسېره پردغو ښځو باندې فيل اندامې هم ليدل کيږي، بلکې په کابل ، کشمير ، فرخار، او نورو هېوادونو کې نيک فرجامې شته دي، او خوشال بابا هم نيک فرجامې يادوي او د ستاينې تر څنگ يې تر مهره جاريږي. لکه چې وايي:
د چين او د ماچين په ملک کې ډېرې دي گلفامې
د هند په لته هم په خال خال په چېرته څرگنديږي
کشمير، قندهار، کابل، فرخار، څوچې خراسان دي
په دا کې نيک فرجامې ډېرې ډېرې مونده کيږي
هېڅ ملک کشور اقليم له فرجاموخالي نه دي
په هر لوري نوبت او ددې دي چې غږيږي
اسمان، چې وريځ شه کراري نه کا هسې گرځي
تر سردنيک فرجامو زه خوشال وايم ځاريږي
(دخوشال خان کليات ۴۶۱ مخ)
خوشال خان بابا نه يوازې دا چې ښځې په څلورو ډولونو باندې وېشلي دي او دهغې توصيف يې کړي دي ، بلکې د هرې ښځې شونډېو وېښته، باڼه، وروځې، پښې، لاس، گوتې ، سر، پوزه، تن يا وجود او هره عضله په خپل شعر کې راوړي او ستايلي دي، د خوشال بابا شعر که چېرې يو څېړنپوه يې ولولي نو ډېرژر به ورته مالومه شي، چې دده اشعار د دغسې دُر او گوهر نه هم ډک دي او په واقعي او حقيقي توگه يې د ښځې ستاينه ډېره کړې ده، دي وايي، چې ښځه سينگار وکړي او دا ددې مانا لري، چې خپل عاشقان به تباه کړي او د دغسې ناز او نزاکت سره په کتلو باندې د خلکو زړونه يوسي او له عالمه به يې پناه کړي.لکه چې وايي:
عجايب ښکار يې وکړ بيا بلا کا
د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا
معشوقې ته يې چې هومره حسن ورکړ
دا اميد چې دعاشق خونه تالا کا
(د خوشحال کليات ۵ مخ)
او يو بل ځاي هم داسې وايي، چې کله مې ستا تورې سترگې وليدې نو زه به هېڅ کله دغه تورې سترگې هېرې نه کړم.
چې مې وليدې ستاتورې سترگې بيا
زه به نه کړم هېرې تورې سترگې ستا
(د خوشال کليات ۸ مخ)
لنډه دا چې خوشال خان دغه شان خلکو ته د ټينگېدو نه دي، يانې ښکلي مخ ، تورې سترگې اوښايسته ووته هېڅ قراري نه لري او وايي:
ولې راته وايې چې په ښکلو نظر مه کړه
سترگې چې پيدا دي خو ديدار لره که نه
(کليات ۱۷۴ مخ)
خوشال خان له ډېرې مينې د ښځود زلفو او سترگو يادونه کوي البته د حسن تعليل په شکل يې راوړي دي، چې د سترگو سره يې نرگس سيالي نه شي کولاي او د هغې په مقابل کې بيخي عاجز دي او د زلفو په مقابل کې يې سنبل بيخي خجله کيږي. وگورۍ دغه بيت:
چې سترگې کړې ورپورته په نرگس شي بلا سازه
چې زلفې کړې نمودې طبعه واړه سنبل شي
(کليات ۲۶۱ مخ)
او بيا د خپلې مينې به مقابل کې داسې الفاظ استعمالوي، چې ډېر ښايسته د مياشتې نوم پرې کږدي او نور هم ددغسې حالت د تآثير لاندې راځي په هنرمندانه ډول دغه صحنه بيانوي:
د جمال خوبي دې زياته تر افتابه
د نظر دپاره نوم درباندې ماه ږدم
که مې چېرې لاس د واک درورسيږي
په سپين مخ به دې دغاښ نښې سياه ږدم
(کليات ۸۷-۸۸ مخ )
خوشال خان خټک نه يوازې په شعر کې نورې برخې څېړلي بلکې د پېغلې (شهۍ) قد په ستاينه کې هم بې ساري اديب دي، چې د پښتو ادب د وياړ لوړه او بيخي لوړه شمله ده خو چې نړۍ وجود لري، دده د ادب شمله به تر اسمانه هسکه او اوچته وي افغانان او پښتانه به پرې ويآړي، خوشال خان لکه چې مخکې مو چې يادونه وکړه، د ده د وجود هر اندام په ډېرښکلي ډول په خپلو شعرونو کې راوړي، خوبيا په تېره شونډې چې د ياقوتو نه هم ښې گڼي، اننگي دلاله د گلونه نشه کوونکي بولي او زلفې هم تر عنبرو خوشبويه گڼي او وايي:
چې شونډو ته دې گورم تر ياقوتو لا تېري کا
چې زلفو ته دې گورم په عنبرو بهتر يې
که هرڅو د لاله گلونه ښه دي په چمن کې
په دواړو اننگيو داغ د ولاړو د ځيگريې
(کليات ۳۴۷ مخ)
پوهان وايي د ژوند هر لوري او اړخ د شعر او ادب لپاره يو رنگين او ښکلي مضمون دي خو شرط دادي، چې شاعر او اديب په حقيقي او آره بڼه ورته ځير دي اوهسې بې ځايه انځورگري ونه کړي، چې د ژوند لپاره څه کټه ونه لري په دغه اړه خبرې ډېرې دي، خو شعر بايد د ژوند لپاره وي.... په هر حال خوشال د حسن او جمال په رنگينيو کې خپل شعر او هنر ايجاد کړي دي، نو يې دا کار د خپل ژوند ټولنيز احساس له مخې د يو ساعت د روح دآرامتيا او تفريح دپاره کړي دي، د ده حسن او جمال ښکلې غنچې او گلدستې هم د پښتو په شعر او شاعرۍ کې ځانگړي شهکارونه گڼل کيږي، خو د ښکلي او ښکلا په اړه د ده يوه پرېکړه داسې ده:
په ځان او په جهان کې مادوه څيزه دي وکښلي
په ځان کې دواړه سترگې په جهان کې واړه کښلي
لنډه دا چې که خوشال خان بابا ازل ميراث ته يو څېړونکي ځېر شي، نوبه خامخا دا په ډېره مينه سره دا وايي ، خوشال بابا بې له شکه يو بې ساري شاعر ؤ، د حسن او جمال خوا ته يې هم زياتې ځيرکشي کړي دي، د ده کليات د حسن او جمال نه ډکه يوه رنگينه خزانه بلل کيږي. دده دغه مطلب د ښې افادې لپاره دغه بيت ته ځير شي.
دا څه شعر نه دي، چې خوشال خټک بيان کړو
واړه لعل دُر دي د بيان په تار پييلي
خو خوشال بابا په خپلو اشعارو کې يوازې د حسن او ښکلا يادونه هم نه ده کړې، بلکې نور موضوعات لکه د سالم اولاد روزل د ښځو د حقوقو په باره کې په واضحه توگه اشعار ويلي، يانې، چې ښځه څومره په خپل مېړه باندې حقوق لري او همدارنگه نور موضوعات د مېړه حقوق په ښځه باندې هم په خپلو اشعارو کې راوړي دي او خوشال بابا وايي: د ښځې حق په خپل مېړه باندې هم ډېر دي او د قرض شکل باندې دي، چې مېړه ته لازمه ده، هغه ادا کړي، هغه وساتي، په تن پټه کړې دروېزې ته احتياج نه شي، د نورو کارونو نه خلاصه وي فرضاً که زموږ په ټولنه کې چې رواج دي خصوصاً په قبايلو کې اود جنوب په طرف کې چې په ښځو باندې بوټي د غرونه راوړل کيږي، بلکې دغه کارونه بايد پرې ونه شي، حلال پرې وخوړل شي او دا هم زياتوي، چې ښځه دخپل مېړه لپاره پيدا ده اومېړه د خپل ښځې لپاره. [۱۰] [۱۱]
خوشال بابا په واقعيت سره، چې د تورې او قلم خاوند , د پښتو ادب بابا او د پښتنو ژبې بابا ياديږي او دا خبره پرځاي ده، ده په خپل شعر کې د ژوند هره برخه ، هر راز مسايل راوړي دي او خلک يې خبر کړي دي. که چېرې د مينې اشعارو ته يې وگورو نو داسې گمان وکړو، چې ترده لوي مولوي نه شته، که اخلاقي اشعارو ته يې وگورو نو د اسې گومان کوو، چې ترده لوي شاعر په دغه برخه کې نه شته، که رزمي اشعار يې وڅېړل شي، نو دا به جوته شي، چې تر ده لوي قهرمان نه شته او که عشقي برخه يې وپلټل شي، نو دا به هم ترې څرگنده شي، چې تر ده پورې عاشق نه شته. [۱۲] [۱۳]
سرچينې
- ↑ Stated in: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Stated in: SNAC. SNAC ARK ID: w6sn3d2h. Subject named as: Khushal Khan Khattak. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ Stated in: CERL Thesaurus. CERL Thesaurus ID: cnp00445937. Subject named as: Ḫwušḥāl Ḫān. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. Publisher: Consortium of European Research Libraries. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ Stated in: poets.org. Poets.org poet ID: khushal-khan-khattak. Retrieved: ۱۸ مې ۲۰۲۲.
- ↑ د خوشحال خان کليات، ۷۰ مخ
- ↑ عرفان د محمد - د خوشحال خان کليات ۳۸۲ مخ
- ↑ فراقنامه - د خوشحال خان خټک کليات - ۴ مخ
- ↑ - فيل اندامې
- ↑ خوشال خان کليات ۴۶۱ مخ
- ↑ د خوشال خان کليات - ۲۱ مخ
- ↑ حق د عورت په مرد
- ↑ د خوشال خان کليات - ۵ مخ
- ↑ د خوشال يو شعر
- داور، داورخان، خوشحال او فولکلور، پښتو اکېډمۍ، پيښور، ۲۰۰۶ کال
- هېوادمل، زلمی سرمحقق، ننگيالی د زمانې، د افغانستان دکلتوري ودې ټولنه، ۱۳۸۰ کال افغانستان.
- سنگروال، شهسوارنيازی، د پښتو ادبياتو تاريخ،د احمدشاه ابدالي پوهنتون، ۱۳۷۷ کال، پيښور.
- واجد، عبدالواجد، د خوشحال سبک او په پښتو ادب د دغه سبک اغېزې، آزادۍ مطبعه، ۱۳۸۳کال، کابل.
- د سکندرخان ديوان، مقدمه ددوست محمد کامل مهمند، قصه خوانۍ، ۱۹۶۲ کال، پيښور.
- د عبدالقادرخان خټک کليات، ترتيب او تدوين پروفيسورجهانزيب په زيار، پښتو اکيډمۍ، ۲۰۰۲کال، پيښور.
- د خوشحال کليات، د عبدالقيوم مشواڼي، وييپانگه، اوډنه، پرتلنه او سمونه، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴کال، کابل.
- کابل مجله، پښتوټولنه، ۱۳۸۴ کال، کابل.
- کابل مجله، پښتوټولنه، ۱۳۸۰ کال، کابل.
- د خوشحال ريويو، درې مياشتنۍ مجله، پښتواکېډمۍ، پيښور، ۱۹۸۶ کال، پيښور.
- فراقنامه خوشحال خټک، مقدمه او حاشيه د همېش خليل، قامي مکتبه، پيښور.
- روهي، کانديد اکاډميسن محمد صديق، د خوشحال اخلاقي ايډيال، د محمد صديق فرهنگي ټولنه، ۱۳۸۰ کال، پيښور.
يادونه: د ستر خوشال بابا انځور د روسي انځورگر ((ايگر کازارين)) له دغې ويبپاڼې نه هم کاپي کولاى شئ. [[۱]]
|
|